د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د افغانستان د مخکني پوځ هیلوکوپترې اوکراین ته سپارل د قرارداد څخه سرغړونه ده


روسیه وایي چې د متحده ایالاتو هغه پریکړه د نړیوالو قوانینو او د مسکو او واشنګټن تر منځ د وسلو د پلور د قرارداد څخه سرغړونه ده چې له مخې یې د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ هیلوکوپترې یې اوکراین ته سپارلي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي هیلوکوپترې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، اوکراین ته سپاري.

د ورځپاڼې په راپور کې د دې هیلوکوپترو د نوعیت په هکله ویل شوي دي چې(MI-17) دي او دا چې د افغانستان د مخکني هوایي ځواک پیلوټان یې د ګټې اخیستو سره ښه بلد و، متحده ایالاتو دا الوتکې د روسیې څخه پیرلې وې.

په راپور کې ویل شوي دا چې د دې الوتکو پیسې متحده ایالاتو ورکړي نو په همدې خاطر د دفاع وزرات یا پنټاګان د تیر کال په وروستیو میاشتو کې کانګرس ته خبر ورکړ چې دا الوتکې د امریکا په مالکیت کې راځي.

خو د روسیې د تاس خبري اژانس د روسیې د فدرالي خدماتو په ادارې کې د نظامي او فني همکاریو څانګې په حوالې ویلي چې دې ادارې د متحده ایالاتو پدې اقدام اعتراض کړی او هغه یې د قانون خلاف بللی.

دې ادارې ویلي چې د هیلوکوپترو د پلور په قرارداد کې ویل شوي چې دا الوتکې به د امریکایانو لخوا د افغانستان وسله والو ځواکونو ته سپارل کیږي او د روسیې د اجازې پرته دا الوتکې د افغانستان پرته بل هیواد نه نشي ورکول کیدی.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اساس د شاوخوا اوو ملیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات چې متحده ایالاتو د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته برابر کړي و، د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پخپل ځای پاتې شوي او اوس د طالبانو لاسته ورغلي.

د امریکا د دفاع وزارت په دغه راپور کې چې کانګرس ته یې استولی او یوه نسخه یې د سي ان ان شبکې ته په لاس ورغلې، ویل شوي چې دغه وسایل په تیرو ۱۶ کالونو کې افغانستان ته لیږدول شوي او د افغانستان پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي و.

سره لدې چې ویل کیده امریکایي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۳۰ مې نیټې د افغانستان څخه په بشپړه توګه تر وتلو وروسته خپل یو شمیر نظامي وسایل چې هلته پاتې و، له منځه وړي خو ګمان کیږي چې یو شمیر وسایل ترې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي.

پنټاګان پدې راپور کې چې د صادریدو نیټه یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشت ده، راغلي چې پنځه
(MI-17) هیلوکوپترې چې د افغانستان څخه د امریکایي عسکرو تر وتلو وړاندې او مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسیږي، اوکراین ته د ترمیم کیدو لپاره استول شوې وې، په رسمي توګه په ۲۰۲۲ کال کې کیف ته وسپارل شوې.

XS
SM
MD
LG