د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په اوکراین کې مو تر ۷۰ ډیر نظامي اهداف له منځه وړي


د اوکراین په ختیځ کې د روسیې یو ټانک
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې یو ټانک

د روسیې د دفاع وزارت وایي په اوکراین کې په هوایي بریدونو کې یې د ۱۱ نظامي هوایي ډګرونو په ګډون ۷۰ اهداف له منځه وړي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کناشینکوف نن پنجشنبه فبروري ۲۴ (کب ۵) ویلي، "د روسیې د وسله والو ځواکونو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د اوکراین ۷۴ نظامي ځمکني تاسیستات له منځه وړل شوي".

ویاند ویلي چې په تبا شویو تاسیساتو کې ۱۱ نظامي هوایي ډګرونه، ۳ د سوق ادارې پوستې او ۱۸ د (S-300) او (Buk-M1) د الوتکو ضد د توغندیو او رادار سیستمونه شامل دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند همدرانګه ویلي چې په هوایي بریدونو کې د اوکراین یو نظامي هیلوکوپتر او څلور ډرون الوتکې ویشتل شويدي.

دې روسي چارواکي همدرانګه ویلي چې د بیلتون غوښتونکو تعرضي عملیات ادامه لري او د روسیې پوځ یې هوایي ملاتړ کوي.

د اوکراین چارواکو تر اوسه د روسیې د دې ادعاوو په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې د اوکراین پوځ ویلي و چې د روسیې ۴ ټانکونه یې له منځه وړي او لوهانسک سره نږدې یې ۵۰ روسي سرتیري وژلي او شپږ جنګي الوتکې یې هم ورته ویشتلې او غورځولې دي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین نن پنجشنبه په سیمه ایز وخت د سهار په ۵:۴۰ ملت ته وینا وکړله او په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو اعلان وکړ.

ښاغلي پوتین په اوکراین کې د ځانګړو نظامي عملیاتو د اعلان پر وخت ویلي چې جګړه د روسیې د اتباعو په ګډون د هغو خلکو د خوندیتوب لپاره پیل شوې چې د هغه په قول د "ډله ایزې وژنې" سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG