د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: مسکو کې د اوکراین درې ډرون الوتکې نسکورې شوې


د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې درې واړه الوتکې نسکورې شوي او چا ته پکې د سر زیان ندی اوښتی.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې درې واړه الوتکې نسکورې شوي او چا ته پکې د سر زیان ندی اوښتی.

په روسیه کې چارواکي وایي چې د اوکراین درې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د دې هیواد په پایتخت مسکو کې نسکورې شوي خو چا ته پکې د سر زیان ندی اوښتی.

د روسیې د دفاع وزارت په سیمه ایز وخت یکشنبه جولای ۳۰ (زمري۸) ویلي چې د یوې ډرون الوتکې له کبله د لنډې مودې لپاره یو نړیوال هوایي ډګر هم تړل شوی و.

وزارت ویلي چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه یې د پایتخت په څنډه کې ویشتلې او نسکوره کړې او دوه نورې په الکترونیکي وسایلو له منځه وړل شویدي.

وزارت ویلي چې دا الوتکې داسې سیمې کې لویدلي چې شاوخوا یې دفترونه دي خو زیاتوي چې په پیښه کې چا ته زیان ندی اوښتی.

مسکو او شاوخوا پرتې سیمې یې د اوکراین څخه تقریباً ۵۰۰ کیلو مټره لیرې موقعیت لري او د روسیې د یرغل راپدیخوا ډیر لږ د اوکراین لخوا په نښه شوی خو په روان میلادي کال کې دا څوم ځل دی چې پدې ښار د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي.

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د اوکراین دا کړنه د"ترهګرۍ ناکامه حمله" ده.

دې وزارت په اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې ویلي چې په پایتخت مسکو د اوکراین "ترهګریز برید" شنډ شوی چې د ډرون الوتکو څخه پکې کار اخیستل شوی و.


وزارت زیاته کړه، " د اوکراین یو ډرون الوتکه د مسکو د اودیستوف په حوزې کې د هوایي دفاع په سیستم له منځه تللې او دوه نورې یې په برقي وسایلو له منځه وړل شوي چې بې کنټروله شوې او د مسکو په ښار کې غیر رهایشي ودانیو باندې لویدلي دي".

د مسکو ښاروال ویلي چې په پیښه کې دوه ودانۍ لږې لږې زیانمنې شويدي خو څوک وژل شوي او یا ټپي شوي ندي.

اوکراین تیره اوونۍ هم ادعا کړې وه چې د مسکو په مرکزي برخې کې یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.

د اوکراین د دفاع په وزارت کې یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د بې پیلوټه الوتکو دا بریدونه د اوکراین د نظامي استخباراتو ځانګړي عملیات و او ښیي چې روسیه څومره د خطر سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG