د امریکا فدرالي څارنوالان وایي د هغو کسانو د جملې نه چې روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیول شویدي، یوه تن یې دا اعتراف کړیدی چې د روسیې د استخباراتو لپاره یې کار کاوه.
څارنوالانو د دغه کس د اعتراف خبر یوه فدرالي قاضي ته د نیویارک په ښار کې استولی دی.
څارنوالان وایي چې د جوان لازارو په نامه دغه کس دا اعتراف کړیدی چې هغه جاسوس دی، هغه دا هم ویلي دي چې اصلي نوم یې لازارو ندی او بله دا چې د روسیې استخباراتي ادارې ورته په نیویارک کې کور هم برابر کړی ؤ.
لازارو ویلي دي چې هغه به د روسیې د استخباراتو لپاره د خپلې وفادارۍ نه سرغړاونه ونکړي او پدې برخې کې به د خپل زوی مینه هم ونه سپموي.
لازارو د خپل اصلي نوم په اړه څه ندي ویلي خو په سربیا کې یې د خپل ماشومتوب په اړه څارنوالانو ته ځیني معلومات ورکړيدي.
څارنوالانو همدارنګه ویلي دي چې تحقیق کوونکو د دوو تنو نورو مشکوکو کسانو لس زره نقد ډالر د بانک په یوه محفوظ بکس کې موندلي دي.
چارواکي وایي چې د دغو مشکوکو کسانو په اړه ټول شواهد حیرانونکي او زیات دي او بله دا چې د حکومت قضیه خورا قوي ده.