د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د سوریې د اوربند سرغړونکي په یواځې سر ځپي


د روسیې او متحده ایالاتو په منځگړیتوب د فبرورۍ د میاشتې له ٢٧ راهیسې تر اوسه په سوریې کې اوربند نافذ دی.
د روسیې او متحده ایالاتو په منځگړیتوب د فبرورۍ د میاشتې له ٢٧ راهیسې تر اوسه په سوریې کې اوربند نافذ دی.

روسیې نن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات د هغو کسانو پر وړاندې چې په سوریه کې له اوربند نه سرغړونه کوي همکاري ونه کړي او یا هغه رد کړي روسیه به په یواځې سر لاس په کار شي او د سه شنبې له ورځې څخه به د اروبند د سرغړونکو په وړاندې اقدام وکړي.

د روسیې د دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون رئیس سرگي رودسکوی ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې د اروبند د گډې څارنې په اړوند د مسکو له وړاندیز څخه شاته شوی دی.

د اسوشیتدپرس اژانس د ښاغلي رودسکوی په وینا لیکلي دي چې زیات ځنډ د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې سبب کیږي. هغه ادعا کړې ده چې د اوربند د رامنځ ته کیدو راهیسې یواځې د حلب په ښار کې ۶۷ تنه د روسیې د حکومت د مخالفو سخت دریځو په ډزو کې وژل شوي دي.

ښاغلي رودسکوی د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې روسیه باید په مستقله توگه له ځواک نه کار واخلي ځکه د هغه په وینا متحده ایالاتو تیره اونۍ د روسیې سره په خبرو کې گډ او هم آهنگ غبرگون رد کړی دی. د امریکا د متحده ایالاتو مقاماتو تراوسه په دې هکله کوم غبرگون نه دی څرگند کړی.

د روسیې او متحده ایالاتو په منځگړیتوب د فبرورۍ د میاشتې له ٢٧ راهیسې تر اوسه په سوریې کې اوربند نافذ دی چې په هغه هیواد کې د جگړو په کمیدو کې د پام وړ کموالی رامنځ ته شوی دی.

د اسلامي دولت ډله او د النصره جبهه چې د القاعده شبکې پلوي ده د اوربند ددې تړون څخه بهر دي.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تیره اونۍ امر وکړ چې د روسیې یو شمیر جنگي الوتکې له سوریې څخه ووځي، خو زیاته یې کړه چې د اسلامي دولت او النصره جبهې پر ضد جگړه به روانه وي.

د اسوشیتیدپرس رپوټ:

ژباړونکی: عارف عثمانزوی

XS
SM
MD
LG