د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او طالبانو د دوه‌اړخیزو همکاریو په پراخولو ټینګار کړی

روسیې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو یو کال وروسته، اوس له دغې ډلې سره د «تخنیکي ـ پوځي همکاریو» یو تړون لاسلیک کړی دی، خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت سره د هېوادونو د تعامل په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد باید له «شریرو لوبغاړو» سره د همکارۍ لاره غوره نه کړي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت سره دغه سند د چهارشنبې په ورځ (می ۲۷مه) د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې لاسلیک شوی دی. په راپور کې ددې سند په اړه نور جزئیات ندي ورکړل شوي.

په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره، د طالبانو د حکومت د دفاع د وزارت سرپرست محمد یقعوب مجاهد مسکو ته سفر کړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یو شمېر انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې محمد یعقوب مجاهد د مسکو د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې د ملي امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپرست په یو ویډیويي پیغام کې، چې د افغانستان داخلي رسنیو خپور کړی، له روسیې سره د همکاریو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د انټرفاکس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې سرګي شویګو ټینګار کړی چې لویدیځ هېوادونه باید د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره اقدام وکړي.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د طالبانو نوم د هغو ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړ. د طالبانو نوم د له ۲۰۰۳ کال راهیسې د روسیې په تور لیست کې شامل وو. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. مسکو همدارنګه له دغه حکومت سره په پراخ مشارکت ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سره د مشارکت په اړه د روسیې د ټینګار په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد باید له شریرو لوبغاړو سره د همکارۍ لاره غوره نه کړي.

دغه وزارت امریکا غږ ته په لیږل شوي بیان کې وویل: «هیڅ هیواد باید د شریرو لوبغاړو سره د همکارئ لاره غوره نکړي. په متحدو ایالتونو کې، طالبان د ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي. د امریکا د خلکو امنیت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترټولو مهم لومړیتوب دی. موږ په صراحت سره اعلان کړی چې افغانستان باید هیڅکله بیا د امریکا او زموږ د متحدینو پر ضد د ترهګرو ډلو د بریدونو په مرکز بدل نشي.»

د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو ځپونکي فرمانونو د افغانانو بشري حقونه او اساسي ازادۍ محدودې کړې دي.

د محمد یعقوب او سرګي شویګو ترمنځ دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې روسیې تر دې وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د افغانستان د شمال ګاونډي هېوادونه له افغانستان څخه د ترهګرۍ، افراطي ډلو، او د وسلو او مخدره موادو د قاچاق له ګواښونو سره مخامخ دي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد وکاروي.
په عین وخت کې متحده ایالتونه وايي چې افغانستان لا هم د ترهګریزو فعالیتونو او سیمه‌ ایزو امنیتي ګواښونو له پلوه د واشنګټن تر پام لاندې دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر جنرال براډ کوپر، ویلي چې «افغانستان لا هم د ترهګریزو فعالیتونو په لومړۍ کرښه کې دی چې موږ یې شاهدان یوو.»

دغه امریکايي جنرال تېره اوونۍ د متحدو ایالتونو د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته زیاته کړه: «اوس مهال، په سیمه کې زموږ مشارکتونه دغه ګواښونه مهاروي. موږ بېلابېلو شراکتونو ته جدي پاملرنه لرو او هر ګواښ مهاروو.»

خو مسکو وایي چې له افغانستان څخه تر منځني ختیځ پورې، د وسله‌والو ډلو لخوا متوجه امنیتي ګواښونو ته په پام سره، او د دغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره، له کابل سره تعامل اړین دی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG