د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په کیف او د اوکراین په څو نورو ښارونو توغندي ویشتلي


پر اوکراین باندې د روسیې د توغندیو په تازه بریدونو کې په پلازمینه کیف کې لږترلږه درې تنه ژوبل شوي، په دغه ښار او د هېواد په لویدیځه برخه کې د ډیرو سیمو برېښنا پرې شوې ده.

نن پنجشنبې دسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) سهار مهال، د کیف برسېره په خارکیف او لاویو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اوکراین په لویدیځ کې د پولنډ له پولې سره د لاویو په ښار باندې د روسیې بریدونه کومه نوې خبره نده. د لاویو ښاروال انډرې ساډوي ویلي چې د ښار په اکثره برخو کې بریښنا پرې شوې ده.

د اوکراین هوايي ځواکونو په ټولنیزو رسنیو کې دا برید "ستر" بللی او ویلي یې دي: "دښمن له مختلفو خواوو د ستراتیژیکو الوتکو او په سمندر کې له بېړیو څخه پر اوکراین باندې د کروز توغندیو بریدونه کوي."

د اوکراین د ولسمشر مرستیال میاخیلو پودولیک ویلي چې لږترلږه ۱۲۰ توغنديو د اوکراین "مهمې زیربناوې او په ډله ییزه توګه ملکي وګړي" په نښه کړي دي.

په تېر اوړي او مني کې د جګړې په ډګر کې د یو لړ سختو ماتو او په شاتګ وروسته، مسکو په مکرر ډول د خپلو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو دپاره د اوکراین د انرژۍ زیربناوې هدف ګرځولي دي.

د کیف ښاروال ویتالي کلیتشکو ویلي، په دې بریدونو کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي. کلیتشکو همدارنګه د ښار پر نږدې نیمايي برخه باندې د برېښنا د پرې کېدو خبر ورکړی او پر اوسیدونکو یې غږ کړی چې اوبه ذخیره کړي.

ددغه هېواد په ختیځ خارکیف کې، والي اولیګ سینیګوبوف ویلي چې په سیمه کې "مهمې زیربناوې" په نښه شوي او څلور توغندي د ښار په ختیځو او سویلي سیمو کې د عامو خلکو د اوسېدنې پر ځایونو لګېدلي دي.

په سویل کې، د اوډیسا والي ماکسیم مارچینکو ویلي چې د اوکراین هوایي دفاعي ځواک د روسیې ۲۱ ویشتل شوي توغندي خنثا کړي دي.

XS
SM
MD
LG