د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه بیلاروس ته د توغندیو پرمختللي سیستمونه ورکوي


وروسته تر هغه چې په اوکراین کې چارواکو وویل د ګاونډي هیواد بیلاروس څخه پرې د توغندیو برید شوی، د رسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم شنبه جون ۲۵ (چنګاښ۴) وویل چې بیلاروس ته د اسکندر – ام په نامه د توغندیو سیستمونه ورکوي چې د خپل هدف د ویشتو لپاره د لارښوونې اخیستو وړتیا لري.

د روسیې جمهور رئیس دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې د سینټ پیټسبرګ په ښار کې یې د بیلاروس د جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو سره وکتل.

ښاغلي لوکاشینکو خپل روسي سیال ته ویلي چې د خپلو ګاونډیو هیوادونو پولینډ او لیتوانیا د "تیري کوونکو" او "جنګ غوښتونکو" پالیسو په هکله اندیښنه لري.

د اسکندر – ام توغندیو سیستمونه چې روسیې بیلاروس ته د ورکړې ژمنه کړې تر ۵۰۰ کیلو مټره پورې واټن وهلی شي او د اتومی او غیر اتومي سرګلولو د لیږد وړتیا لري.

د بیلاروس جمهور رئیس د روسیې جمهور رئیس ته ویلي چې سرحد سره نږدې یې د ناټو او امریکا داسې الوتکې پروازونه کوي چې په اتومي وسلو سمبالې دي او پدې برخې کې یې د مرستې غوښتنه کړې.

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) وویل چې د ګاونډي هیواد بلاروس څخه ورباندې پراخ بریدونه شوي دي.

بلاروس چې د روسیې نږدې متحد هیواد دی، په رسمي شکل د اوکراین په جګړه کې برخه نده اخیستې، خو دغه بریدونه له یاد هیواد څخه یوه ورځ وروسته له هغه پر اوکراین شوي چې کیف د سورودونتسک ښار څخه شاتګ وکړ.

د اوکراین نظامي چارواکو په یوې بیانیه کې ویلي دي‌ چې د چیرنیګیف په شمال کې پر دسنا کلي ۲۰ راکټونه توغول شوي‌ دي. بیانیه زیاتوي چې په دې بریدونو کې د یاد ښار تاسیسات په نښه شوي خو تر اوسه د تلفاتو راپور ورکړل شوی ندی.

بلاروس د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید له پیل څخه مسکو ته لوژیستیکي ملاتړ برابر کړی دی په خاص ډول په لومړیو څو اوونیو کې. خو دا هیواد هم د روسیې په شان د غرب له بندیزونو سره مخ شوی دی.

په اوکراین د بیلاروس څخه دا برید پداسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې د نړۍ د ۷ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشران یکشنبه په جرمني کې غونډه وکړي او بله اوونۍ به د هسپانیې په پایتخت کې د ناټو د غړیو هیوادونو مشران هم غونډه وکړي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي به دې غونډو ته د ویډیو کنفرانس د لارې وینا وکړي او د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن به په دواړو غونډو کې برخه اخلي.


XS
SM
MD
LG