د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې امریکا ته د اټومي وسلو د کمولو وړاندیز کړی 


د مسکو په ختیځ کې د اټومي وسلو موزیم
د مسکو په ختیځ کې د اټومي وسلو موزیم

روسیې د امریکا متحده ایالاتو ته وړاندیز کړی چې دواړه هیوادونه دې د یو بل کال لپاره د خپلو اټومي کوپړیو شمیر زیات نکړي تر څو ددغو دوو زبر ځواکونو ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو تړون چې په راتلونکي کال کې پای ته رسیږي، وغځول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي مسکو د "نوي پیل" په نامه د اټومي وسلو د کمولو د تړون د یو کلن غځولو وړاندیز کړی او تیار دی چې د امریکا د متحده ایالاتو سره سیاسي ژمنو ته مخه کړي او دواړه خواوی خپلې اټومي کوپړۍ کنګل کړي.

خو بیا هم دغه وزارت ویلي چې ددغه وړاندیز سره هغه وخت موافقه کوي چې د امریکا متحده ایالات بله غوښتنه ونلري.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، تیره اونۍ ددغه تړون د یو کلن غځولو وړاندیز وکړ چې موده یې د راتلونکي میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې پای ته رسیږي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د روسیې دغه وړاندیز د اټومي کوپړیو د شمیر د کنګل کولو پرته د اجرا وړ ندی.

ددې سره سره سپینې ماڼۍ ویلي چې ددې تړون د یو کلن غځولو په صورت کې به د اټومي وسلو د کنترول د راتلونکې پر سر مذاکراتو ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG