د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د پروژو پیل غواړي


Kobe Bryant akigombania mpira na Gary Payton
Kobe Bryant akigombania mpira na Gary Payton

افغان حکومت وايي چې دوی د هر هېواد له خوا د مرستو هرکلی کوي چې د افغانستان په بیا رغاونه کې ونډه واخلي خو ځینې کارپوهانو د روسیې د دې ګام د هر کلي تر څنګ وايي چې افغانستان باید د روسیې دا غوښتنه بې له کوم سیاسي هدف څخه ومني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې دوی اماده دي چې په افغانستان کې هغه پروژې له سره ورغوي چې د شوروي اتحاد څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې پلي کړې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پانګه اچونې په برخې کې د ځینو ستونزو یادونه کړې وه، او ویلي وه که افغانستان دا ستونزې له منځه یوسي دا به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې یوه نوي پړاو ته دننه کړي.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځینې پلي شوي پروژې د افغانستان د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت تر څارنه لاندي دي دا وزارت د روسیې د دې غوښتنې هرکلی کوي او وایي چې د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان کې د پلي شویو پروژو د بیارغونې په لار کې به روسیه ته هر ډول زمینه برابره کړي.

بل خوا ځینې سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې افغانستان باید په دې لار کې له دقته کار واخلي او د روسیې مرستې باید په دې مانا نه وي چې نورو متحدینو سره د افغانستان د اړیکیو خنډ شي.

شوري اتحاد نژدې درې لسیزې وړاندې په افغانستان کې تر سلو زیاتې پروژې پلي کړې وې، چې په هغوی کې تونلونه، سیلوګانې، د برېښنا بندونه او مکرویانونه راځي چې دا مهال یې زیاتره پروژې جدي بیارغونې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG