د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې د خپل غړیتوب برحاله کیدو کوښښ کوي


د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري
د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله راتلونکې سه شنبه د دوو کالونو لپاره د بشري حقونو د شورا لپاره پنځلس نوي غړي هیوادونه وټاکي او روسیه کوښښ کوي چې بیرته د دې شورا غړیتوب تر لاسه کړي.

روسیه په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د بشري حقونو د شورا څخه ایستل شوې او د سه شنبې په ورځ به څرګنده شي چې دا هیواد په نړیواله کچه څومره محبوبیت لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې د ژنیو په ښار کې دی ۴۷ غړي لري چې د نړۍ د بیلا بیلو سیمو استازي پکې شته دي.

د دې شورا د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره غټ سیمه ایز ګروپونه له وړاندې خپل کاندید هیوادونه ټاکي او د منل کیدو لپاره یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته استوي او هلته پرې رایه ګیري کیږي.

خو دا ځل پدې شورا کې تر څوکیو کاندید هیوادونه ډیر دي.

د لاتینې امریکا څخه برازیل، کیوبا، ډومینیک جمهوریت او پیرو د دریو څوکیو لپاره سیالي کوي او د ختیځې اروپا څخه بیا البانیا، بلغاریه او روسیه د دوو څوکیو پر سر سیالي لري.

د دې شورا غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د مسکو په کاندیدۍ وار له وړاندې انتقادونه پداسې حال کې ډیر شوي چې څو ورځې وړاندې د اوکراین په یو کلي کې د روسیې د توغندیو په برید کې تر ۵۰ ډیر کسان ووژل شول.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې هیله لري چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د بشري حقونو په شورا کې د روسیې کاندیدي په ټینګه رد کړي.

دې ویاند ویلي، " د روسیې ځواکونو په اوکراین کې د جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو په ګډون د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړاونې کړي".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د غړیتوب لپاره باید یو هیواد د عمومي اسامبلې د ټولو ۱۹۳ غړیو هیوادونو څخه ۹۷ مثبتې رایې تر لاسه کړي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل په میاشت کې ۹۳ هیوادونو پدې شورا کې د روسیې غړیتوب وځنډاوه پداسې حال کې چې ۲۴ هیوادونو د دې اقدام سره مخالفت څرګند کړی و.

د سه شنبې ورځ رایه ګیري به پټه وي او دا ترې څرګندیږي نړۍ د اوکراین جګړې له کبله څومره سره ویشل شوې.

د نړیوال کړکیچ ګروپ یو کارپوه رچارډ ګوان وایي فکر کوي چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي مرکز کې دیپلوماتان اندیښنه لري چې ښایي روسیه یو ځل بیا وکړی شي د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړي او که داسې وشي دا به د ملګرو ملتونو محبوبیت ته یوه غټه ضربه وي.

دا کارپوه وایي روسیې تل پدې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو ګڼ شمیر غړیو هیوادونو ورسره په پټه خواخوږي څرګنده کړې خو د غربي هیوادونو له ویرې دا ملاتړ په ډاګه نشي څرګندولی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG