د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او ناټو به د پاکستان په اوبو کې پوځي تمرینونه وکړي 


په مدیترانې بحیره کې پوځي تمرینونه

د روسیې سمندري ځواکونو ویلي دي چې ددې هیواد ځواکونه به د ناټو هیوادونو په ګډون څه دپاسه ۳۰ هیوادونو سره یوځای د پاکستان په ساحلي اوبو کې پوځي تمرینونه وکړي.

په تیره یوه لسیزه کې دا لومړی ځل دی چې روسي ځواکونه د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو پوځیانو ترڅنګ سمندري تمرینونه کوي.

پدغو تمرینونو کې چې د "AMAN-2021" په نوم یاد شوي او ټاکل شوې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د کراچۍ ښار په سواحلو کې وشي، د بریتانیا، ترکیې، چین، جاپان او یو شمیر نورو هیوادونو پوځیان ګډون کوي.

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ دسمبر لسمه (لیندۍ ۲۰) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغه يوځي تمرینونو کې به د ګډون کوونکو هیوادونو پوځیان د سمندري غلاو په وړاندې د مبارزې تمرینونه وکړي.

ددې اعلامیې په حواله، روسیه په پام کې لري چې یوه توپ لرونکې بیړۍ، د ګزمې یوه بیړۍ، د سمندري ځواکونو یوه مخصوصه هیلیکوپتر او یو شمیر نور تجهیزات د خپلو یو شمیر پوځیانو سره دغو تمرینونو ته واستوي.

د روسیې د تاس اژانس په وینا وروستی ځل روسي او ناټو پوځیانو په ۲۰۱۱ کې د ناټو په مشرتابه په اسپانیا کې د "بې باکه مخکښ" په نامه عملیاتو کې برخه اخستې وه.

د سړې جګړې وروسته اوسمهال د روسیې او لویدیځ اړیکې تر ټولو ټیټه کچه کې دي. د غرب سره د مسکو د اړیکو د سړیدو په علتونو کې په ۲۰۱۴ کې د روسیې سره د کریمه جزیرې وصل کیدل، د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو ادعاوی او په سوریې کې د روسیې پوځي دخالت شامل دي.

XS
SM
MD
LG