د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په ترکیې اقتصادي بندیزونه لګوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پر ترکیې د اقتصادي بندیزونو فرمان پرون څلور ورځې وروسته له هغه لاسلیک کړ، چې ترکیې د سوریې سرحد ته نږدې د روسیې یوه جنګي الوتکه وویشتله او رانسکوره یې کړه.

د پوتین لخوا د بندیزونو امر د کرملین په رسمي ویب پاڼې کې خپور شوي.

د بندیزونو په اساس به د ترکیې څخه روسیې ته د ځینو محصولاتو واردول بند شي او هم به په روسیې کې د ترکي کارکوونکو قراردادونه تمویل نه شي. د ښاغلي پوتین په امر کې ندي ویل شوي چې د ترکیې کوم محصولات به بندیږي.

دا بندیزونه به په روسیې کې د ترکیې د تجارتي ادارو په کاروبار هم تاثیر وکړي.

بندیزونه به د 2016 م کال د جنوري په لومړۍ نیټې عملي شي. په بندیزونو کې دا هم راغلي دي چې د روسیې څخه ترکیې ته د چارټر یا کرايه شویو الوتکو پروازونه هم بند شي.

د جمهور رئیس پوتین په امر کې ویل شوي " چې ترکان نور د ویزې پرته نشي کولی چې روسیې ته سفر وکړي." د هغه وخت نه چې ترکیې د روسیې الوتکه راوغورځوله، روسیې ګواښ کړی و چې غچ به اخلي.

د روسیې د الوتکې د راغورځولو پيښې د دواړو هیوادونو ترمنځ مناسبات خړپړ کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د پیښې نه وروسته ویلي و چې مسکو د انقرې سره پخپلو اړیکو غور کوي.

پرون د ورځې په سر کېد ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د روسیې د الوتکې د راغورځولو په اړه "پښیماني " وښوده.

هغه وویل چې هیواد یې د پيښې په اړه، په رښتنی" توګه خپه" دی او " ښه به وای چې دا پیښه نه وه شوې"

اردوان د پوټین څخه غوښتي دي چې د پاریس د کنفرانس په جریان کې دې ورسره مخامخ وګوري خو تر اوسه پوټین په دې اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG