د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او ترکیه په سوریې خبرې کوي


ښاغلي پوتین د ترکیې او روسیې پوځي همکارۍ وستایلې
ښاغلي پوتین د ترکیې او روسیې پوځي همکارۍ وستایلې

د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین د جمعې په ورځ د خپل ترکیې سیال رجب طیب اردوغان کوربه دی.

ښاغلي پوتین د ترکیې او روسیې پوځي اړیکې وستایلې. روسیه او ترکیه هغه هېوادونه دي چې په ډسمبر کې یې په سوریې کې د اوربند په راوستلو کې مرسته وکړه چې ورسره دغلته د ملکي تلفاتو اندازه هم څه ناڅه کمه شوه.

ټاکل شوې چې ښاغلي پوتین به د خپل هېواد د امنیت د شورا او نورو لوړ پوړیو پوځي او استخباراتي چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.

روسیه او ترکیه په سوریې کې د اسلامی دولت ډلې د جګړه مارانو پر ضد عملیات هم د یو بل په مشورې او همکارۍ مخ ته وړي. تېره میاشت د روسیې یوې الوتکې په غلطۍ سره د ترکیې درې سرتېري ووژل، خو دغې پېښې د مسکو او ستانبول اړیکې خرابې نکړې.

ښاغلي پوتین په کریملین کې خپل ترکیې سیال ته د هرکلي پر مهال وویل "موږ ګډ کار کوو چې خطرناک کړکیچ ختم کړو، تر هر څه مخکې په سوریې کې. زه ډېر خوشحال یم چې دا خبره کوم، ښايي ځینو نورو هم درک کړې وي، چې زموږ پوځي او ځانګړو چارو ډېرې اغیزناکې او نژدې اړیکې جوړې کړې".

درې هېوادونه او درې مخالف جهتونه

رویټرز خبري اژانس وايي د همدې اونۍ په سر کې د روسیې، امریکا او ترکیې پوځي مشرانو د ترکیې په انتالیا کې سره ولیدل، چې د نورو پېښو د مخنیوي لپاره پر ممکنه اقداماتو خبرې وکړې.

په سوریې کې امریکا د کردي ځواکونو، ترکیه د سوریې د حکومت د مخالفانو او روسیه بیا د سوریې د حکومتي ځواکونو ننګه کوي. پوځي جنرالانو په دغې برخه کې د بي باورۍ د ختمولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

داسې ښکاري چې د مسکو او ستانبول ترمنځ اړیکې مخ په بدلېدو دي، دا دواړه هېوادونه په سوریې کې د دوو مخالفو ډلو ننګه کوي، مسکو د بشارالاسد او ترکیه د بشارالاسد د مخالفانو ترڅنګ ولاړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د ترکیې له لورې د روسیې د یو جټ له راغورځولو وروسته د دواړو خواو اړیکې ډېرې آن د جګړې تر پولې رسېدلې وې. خو ښاغلي اردوغان بخښنه وغوښتله او وروسته بیا ښاغلي پوتین په ترکیې د ناکامې پوځي کودتا د مخنیوي په برخه کې خپل سیال ته د مرستو سینه و ډبوله.

XS
SM
MD
LG