د روسیې د سوېلي ښار کراسنودار په یوه اپارتمان د ډرون له امله د اورلګیدنې نه وروسته دوه کسان ټپیان شول. د سیمې د والي دفتر د پنجشنبې په ورځ (د جون ۱۱مه) دا خبر ورکړ.
دا برید د جون د ۱۰مې او ۱۱مې نېټې ترمنځ د شپې ترسره شوی و.
د سیمهییزو چارواکو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې او انځورونه ښيي چې استوګنځایونه او دفتري ودانۍ زیانمنې شوې دي او سیمه اییز چارواکي د پېښې په مدیریت بوخت دي.
پدې برسیره کرملین د پنجشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې احتمالي نوي بندیزونه کماهمیته وبلل او ویې ویل چې روسي بانکونه له ډېر وخت راهیسې تر بندیزونو لاندې فعالیت کوي، خو دې کار د هغوی د ګټې مخه نه ده نیولې.
اروپایي اتحادیې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له امله د بندیزونو د يوې نوې بستې وړاندیز کړې دی چې په ځانګړې توګه د روسیې بانکونه او د کریپټو اسعارو شبکې په نښه کوي څو د دغه هېواد مالي سیستم کمزوری کړي.
فورم \ دبحث خونه