د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې او اوکراین د سولې مخامخ مذاکرات وکړل


په ترکیې کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرې
په ترکیې کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرې

د روسیې او اوکراین مقاماتو په استانبول کې په څه باندې دریو کلونو کې په لومړي ځل د سولې مخامخ خبرې وکړې.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وایي د دفاع وزیر یې رستم عمروف د دوی د پلاوي مشري کوله او د روسیې د پلاوي مشري د ولسمشر پوتین مرستیال کوله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین په ترکیې کې د خبرو وړاندیز کړی و، خو له اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې د مخامخ خبرو وړاندیز رد کړ.

زیلینسکي تېره ورځ انقرې ته ورسېده. خو پوتین دغو خبرو ته د ټېټې کچې یو پلاوی استولی دی.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې د خپل سفر په مهال وویل چې د سولې د خبرو د چټک کولو لپاره شاید د هغه او پوتین د ملاقات ضرورت وي.

ښاغلي ټرمپ په دې اړه وویل: «زه فکر کوم چې اوس زموږ لپاره وخت دی چې ملاقات وکړو.» هغه زیاته کړه: «زه او هغه (پوتین) به سره وګورو او فکر کوم موږ به یې حل کړو او یا شاید حل یې نه کړو.»

پوتین لا له اوکراین سره د ۳۰-ورځني اوربند غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG