اوکرایني چارواکي وايي چې ددغه هیواد پلازمېنې کیف ته نږدې د بوچا پر ولسوالۍ د روسیې په یوه برید کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي دي.
د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر، تیمور تاکاچینکو، وویل چې په دې برید کې د استوګنې لږ تر لږه ۵۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې د برید له امله یو لوی اور لګېدلی چې کورونو او یو رستورانت ته هم خپور شوی دی.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي په یوه اعلامیه کې وویل چې د مایلا په کلي کې پر یوه ډیپو برید شوی، "او ورپسې چاودنه شوې ده."
زیلنسکي د پېښې د ځای په اړه جزئیات ونه ورکړل، خو په هماغه پیغام کې یې ولیکل چې د رسمي غفلت په تور جزایي قضیې پرانیستل شوې دي.
د اوکراین ولسمشر وویل:" لازم مقررات موجود دي، نشئ کولی چې مهمات کورونو یا د استوګنې نورو ځایونو ته نږدې ځای پرځای کړئ."
زیلنسکي لیکلي، د ډیره عمره او معلولیت لرونکو کسانو پر یوه کور سربیره، د استوګنې کورونه هم زیانمن شوي دي. هغه ویلي:" تر اوسه څه باندې ۳۷۰ کسان تخلیه شوي او دا بهیر دوام لري."
د روسیې دفاع وزارت په یوې بیانیه کې اعلان کړی دی چې په مایلا کې هغه ډیپو چې په نښه شوی، پکې د لري واټن ویشتونکو ډرون الوتکو برخې ساتل کیدې.
روسیې همدارنګه اعلان کړی چې په کیف کې یې د اوکراین پر میکولایف او ایزمایل بنادرو او همدارنګه د فلامینګوی کروز مزایلو پر یوه لوژیستکي مرکز او زیرمه برید کړی دی.
د اوکراین په یوې بله سیمه کې یوه سیمه ایزو چارواکي ویلي دي چې د شنبې په ورځ د اوکراین په جنوب د خرسون په سیمه کې د روسیې د بریدونو له امله دوه کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
د سیمه ایزې ادارې مشر اولکساندر پروکودین ویلي دي چې په دې بریدونو کې کورونو او د اپارتمانونو مجتمعو ته ته زیان رسیدلی او یو ماشوم هم د ټپیان په منځ کې دی.
پر کیف تقریبا دوامداره بریدونه اوس خپلې دریمې ورځې ته رسیدلي دي او د اوکراین د پلازمینې اقتصاد یې له مشکلاتو سره مخ کړی دی.
فورم \ دبحث خونه