د لاس رسي وړ اتصالات

نظامي تقابل؛ متحدو ایالتونو او روسیې یو بل ته خبرداری ورکړ


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین له روسیې څخه غوښتي دي چې خپلې الوتکې دې په مصون او مسلکي ډول والوځوي او په خبره یې، د امریکا له بې پیلوټه الوتکې سره د روسيې د جټ الوتکې جنګېدل د «خطرناکو» اقداماتو لړۍ ده.

واشنګټن وايي چې د روسیې سو-۲۷ ډوله الوتکه په تورې بحیرې کې د امریکا یوه ډرون ام کیو-۹ سره جنګېدلې او دا یې له نړیوالو قوانیونو څخه «شرموونکې تېروتنه» بللې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د امریکايي الوتکې له لیدو وروسته، په تورې بحیرې کې د روسیې الوتکې والوتلې خو دا یې نه دي ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه دوی وېشتلې ده که څنګه.

د امریکا د دفاع وزیر استین نن د اوکراین د ملاتړو هېوادونو په غونډې کې وویل: «دا په نړیوال فضايي حریم کې د روسي پلوټانو د پاروونکو، خطرناکو او نا مصونه اقداماتو لړۍ ده.»

نوموړي روسیې ته خبرداری ورکړ چې «دا تېروتنه مکوئ، متحده ایالتونه به هر هغه ځای کې پرواز کوي چې نړیوال قوانین اجازه ورکوي. لازمي ده روسیه خپلې پوځي الوتکې په مصون او مسلکي ډول» په کار واچوي او والوځوي.

په همدې حال کې روسیې خپلو سرحدونو ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پروازونه «دښمي»

بللې ده. په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف نن چهارشنبه په تیلیګرام کې لیکلي دي: «زموږ نظر دا دی چې متحده ایالتونه به نور د رسنیزو اټکلونو څخه ډده وکړي او د روسیې سرحدونو ته نژدې پروازونه ودروي... د متحدو ایالتونو د وسلو د کارولو هر ډول اقدام ښکاره دښمني ګڼو.»

په اوکراین باندې د روسیې یرغل د ناټو هېوادونو او روسيې ترمنځ د تقابل او جګړې ویره زیاته کړې ده. د ناټو غړي هېوادونه اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې له روسیې سره روانه جګړه وګټي.

په همدې حال کې د ناټو یو مقام، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، فرانس پرس ته ویلي دي چې دپلوماتیک چاینلونه د مسکو او واشنګتن ترمنځ هلې ځلې کوي چې دا پېښه د یوې جګړې د پیل کېدو لامل نشي.

امریکا د ام کیو-۹ الوتکو څخه هم په نظارتي برخه کې کار اخلي او هم په بریدونو کې. دا الوتکې له ډېر وخت راهېسې په تورې بحیرې کې پروازونه کوي چې د روسیې د سمندري ځواکونو نظارت وکړي.

XS
SM
MD
LG