د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په هکله د روسیې او امریکا "سختې" خبرې پیل شوې


خبرې پداسې حال کې پیل شوې چې غربي هیوادونه ویره لري روسیه به په اوکراین یرغل وکړي.
خبرې پداسې حال کې پیل شوې چې غربي هیوادونه ویره لري روسیه به په اوکراین یرغل وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف وایي یکشنبې جنوري ۹ (مرغومي۱۹) یې د اوکراین په هکله یې له خپل امریکايي انډولې وینډي شرمن سره په ژنیو کې "سختې" خبرې کړي.

د متحده ایالاتو او روسیې تر منځ د اوکراین پر سر دا خبرې پداسې حال کې پیل شوې چې داسې ویره ده ښایي مسکو په کیف یرغل وکړي.

د روسیې دغه جګپوړي دپلومات د ملاقات نه وروسته د انټرفاکس خبري اژانس ته وویل چې، "‍‍ خبرې سختې وې او آسانه کیدی نشوی".
د دواړو دپلوماتانو تر منځ د تیرې ورځې دا خبرې تقریباً دوه ساعته وې او نن دوشنبه ورته بشپړه ورځ ځانګړې شوې.

سره لدې چې د روسیې دپلومات ویلي هیڅکله "ناهیلی" کیږي نو خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د سي ان ان تلویزوني شبکې ته وویل چې په خبرو کې پرمختګ ځکه سخت دی چې د "اوکراین سر ته ټوپک نیول شوی".

ښاغلي بلینکین وویل، " په مرکزي او ختیځې اروپا کې د ناټو د نظامي تطبیقاتو په هکله به د روسیې اندیښنې واورو. او هغوي به د اوکراین په سرحد کې د شاوخوا ۱۰۰ زرو سرتیرو ځای په ځای کیدو په هکله زمونږ اندیښنې واوري."

امریکا د روسیې څخه پداسې حال کې غواړي چې د تیري څخه دې لاس واخلي او دپلوماتیکه لار دې غوره کړي چې کرملین د اوکراین په سرحد کې د سرتیرو د ځای پر ځای کیدو په خاطر د فشار لاندې دی.

روسیه له ناټو څخه یو عملي امنیتي ضمانت غواړي او دا غوښتنه هم لري چې خپل ځواکونه دې بېرته هغو سیمو ته په شا کړي چې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په کې دېره وو.

روسیه همدغه راز وايي‌ چې ناټو نباید اوکراین ته غړیتوب ورکړي. روسیې د اوکراین سره پر پوله کې شاوخوا ۱۰۰عسکر ځای په ځای کړي دي او وايي چې دا یې حق دی چې په خپله خاوره کې خپل عسکر په هر ځای کې مېشت کړي. مسکو په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو ننګه کوي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د خپل اوکرایني سیال ولادمیر زلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي ووکه روسیه په اوکراین یرغل وکړي، امریکا او متحدین به "قاطع" ځواب ورکړي.

ښاغلي بایډن د همدې میاشتې په سر کې خبرداری ورکړی و چې په هغه صورت کې به امریکا په روسیې باندې بندیزونه ولګوي او هم به د اروپا په ختیځ کې خپل حضور ډیر کړي.

XS
SM
MD
LG