د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې خبرداری: که فنلنډ او سویډن د ناټو غړي شي په سیمه کې به اتومې وسلې ځای پر ځای کړي


د روسیې پخوانی جمهور رئیس او د ملي شور مرستیال دمیترې میدویدف
د روسیې پخوانی جمهور رئیس او د ملي شور مرستیال دمیترې میدویدف

د روسیې پخواني جمهور رئیس او د امنیت شورا مرستیال دمیترې میدویدف خبردرای ورکړی که سویډن او فنلنډ د ناټو د سازمان سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړي، مسکو به د بالتیک او سکانډیناوي هیوادونو سره نږدې اتومي وسلې ځای پر ځای کړي.

ښاغلی میدویدف چې د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲ پورې د روسیې جمهور رئیس و، دا خبرداری نن پنجشنبه اپریل ۱۴ (وري۲۵) په ټیلګرام کې ددې خبرداري تر څنګ لیکلي چې د ناټو سره ددې هیوادونو یو ځای کیدل دا معنی لري چې د روسیې ګډه پوله د هغو هیوادونو سره دوه چنده ډیریږي چې د ناټو غړیتوب لري.

دغه جګپوړي روسي چارواکي لیکلي، "طبیعي ده مونږ باید پدې سرحدونو کې خپل قوت ډیر کړو او پدې صورت به دا نا ممکنه وي چې د بالتیک په سیمه کې د غیرې اتومي حیثیت په هکله نورې خبرې وشي".

دمیترې میدویدف همدرانګه ویلي چې په سیمه کې "موازینه باید د سره اعاده شي".

د بالتیک او سکانډیناوي هیوادونو سره نږدې د اتومي وسلو د خبرداري تر څنګ د روسیې دغه پخواني جمهور رئیس همدرانګه ویلي چې د فنلنډ او سویډن د پریکړې په غبرګون کې به مسکو په سیمه کې خپل ځمکنی پوځ او د هوایي دفاع سیستمونه لا قوي کاندي او د فنلنډ په خلیج کې به د بحري ځواکونو شمیر هم ډیر کړي.

په همدې حال کې د کرملین ویاند دمیترې پیسکوف هم ویلي چې پدې هکله څو ځله خبرې شوي او پخپله جمهور رئیس ولادمیر پوتین هم امر کړی چې په لویدیځې اروپا کې د ناټو د مخ پر ودې نظامي پراختیا په غبرګون کې باید په سیمه کې د مسکو نظامي حضور قوي شي.

سره لدې چې فنلنډ او سویډن چې د پخوا راهیسې یې په نظامي توګه د ناپیلو هیوادونو پالیسي پر مخ بوله خو په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په دواړو هیوادونو کې د عامو خلکو او سیاستوالو تر منځ د ناټو د سازمان سره د یو ځای کیدو بحثونو تاوده شوي.

د فلنډ چارواکو په همدې روانې اوونۍ کې ویلي چې په راتلونکو څو اوونیو کې پریکړه کوي چې آیا د ناټو سره یو ځای شي او که نه او همدارنګه سویډن هم ویلي چې د شمالي اتلانتیک په نظامي تړون کې د یو ځای کیدو په هکله پریکړه کوي.

د ناټو سره د فنلنډ او سویډن د یو ځای کیدو خبر د لومړي ځل لپاره په مطبوعاتو کې برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز خپور کړ.

دغې ورځپاڼې دوشنبه اپریل ۱۰ (وري۲۲) ویلي و چې ټاکل شوې فنلډ او سویډن په راتلونکي اوړي کې د ناټو غړي هیوادونه شي.

د رویټرز خبري اژانس د ټایمز ورځپاڼې په حوالې لیکلي چې د "روسیې ستره ستراتیژیکه سهوه" (په ګاونډی هیواد اوکراین یرغل) ددې سبب شوه چې فنلډ او سویډن د همدې را راوان اوړي په سر کې د ناټو سازمان غړي شي.

د ورځپاڼې په راپور کې د امریکایي چاراکو له قوله ویل شوي چې د شمالي اروپا دغو هیوادونو ته په ناټو کې د غړیتوب ورکول هغه موضوع وه چې د نړۍ تر ټولو د دې ستر نظامي تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تیره اوونۍ په څو غونډو کې پرې بحث وکړ.

د سویډن او فلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو هم پدې غونډو کې برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG