د لاس رسي وړ اتصالات

روسي سفیر سره د امریکا د لوی څارنوال لیدنو ناندرۍ پارولي


له دې هر څه سره سره ولسمشر ټرمپ د لوی څارنوال ننګه کړې ده
له دې هر څه سره سره ولسمشر ټرمپ د لوی څارنوال ننګه کړې ده

د راپورونو له مخې د امریکا اوسني لوی څارنوال تېرکال په واشنګټن کې د روسیې له سفیر، سرګي کیسلیاک،سره ځینې ملاقاتونه کړي وو.

لوی څارنوال جیف سیشنز د جنورۍ په میاشت کې د متحدو ایالتونو د سنا له مجلس نه د باور رایې د اخیستلو پر مهال د دغو لیدنو په اړه وضاحت ورکولو کې هم پاتې راغلی و. خو دغو لیدنو اوس د سیاسي کړیو ترمنځ ناندرۍ پارولي دي.

روسيې دا یو عادي کار بللی او ځیني ډیموکراتانو بیا غندلی دی، خو په خپله ولسمشر ټرمپ د لوی څارنوال ننګه کړې او هغه یې یو رښتینې شخص بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د لوی څارنوال او د متحدو ایالتونو له نورو چارواکو او سیاستوالو سره لیده کاته د سفیر د دندې یوه برخه ده.

هغه وویل اصلي خبره دا ده ولې د روسیې سفیر له هغو امریکايي سیاستوالو سره لیدلي چې د اوباما ادارې ورسره اختلاف درلوده، هغه وايي که دا په مسکو کې د امریکا سفیر، جان ټیفټ، له تماسونو سره مقایسه کړو، خلک به پرې ملنډې ووهي.

په همدې حال کې د امریکا لوی څارنوال له هر ډول پلټنو نه ځان مبرا ګڼي "اوس مې پرېکړه کړې ده چې له هر ډول هغو اوسنیو او راتلونکیو پلټنو نه ځان ته برات ورکړم چې په یو نه یو ډول د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د کمپاین په اړه دي".

هغه له دي نه انکار وکړ چې د ټرمپ د کمپاین په اړه یې د روسیې کارکوونکو سره لیدلي. هغه همدا راز دا سمه و نه بلله چې د ټرمپ د استازو او د روسیې دمنځګړو تر منځ یې معلومات تبادله کړي دي.

د لوی څارنوال د استعفی غوښتنه

د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو ددې موضوع په اړه له احتیاط نه د کار اخیستلو غوښته کړې ده. سناتوره جوني ارنسټ وايي "که د ناوړه کارونو په اړه حقایق موجود وي، نو ولې نه، خو له مونږ سره داسې حقایق نشته".

خو د کانګرس لوړ پوړي دموکراتان له لوی څارنوال نه غواړي چې استعفی وکړي. دموکرات سناتور، چارلز شومر، وویل "د لوی څارنوال د بې پرېتوب په اړه باید د شک یوه زره هم موجوده نه وي، خو دا څرګنده ده چې سیشنز دغه شرط نه پوره کوي، هغه باید استعفی ورکړي".

بل لوري ته یو شمېر کسان د احتجاج او د لوی څارنوال د دغه کار سره د مخالفت ښودلو لپاره د امریکا د عدلیې وزات مخې ته راټول شوي وو.

د واشنګټن اوسیدونکی ډانیل انګرم وویل "نپوهیږم چې هغه د روسیې سفیر او د روسیې سفیر هغه ته څه ویلي دي، خو هغه ددې موضوع د اهمیت په اړه انکار کوي، هغه باید لوی څاونوال نه وي".

په دې کې شک نشته چې د لوی څارنوال په اړه روان جنجال د یو څه وخت لپاره اوږدیدلی شي.

XS
SM
MD
LG