د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان باندې د سرو لښکرو د یرغل د کلیزې په اړه غبرگونونه


واکنش‌ها به سالروز تهاجم قشون سرخ به افغانستان
واکنش‌ها به سالروز تهاجم قشون سرخ به افغانستان

نن د جدي شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو له اوه دیرشمې کلیزې سره برابره ده.

له نن څخه اوه دېرش کاله وړاندې د جدي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد په زرګونو ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د خلق د ډموکراتیک ګوند د واکمن حفیظ الله امین واکمني یې نسکوره کړه او پرځای یې د دغه ګوند یو مشر ببرک کارمل د واک په ګدۍ کښینوه.

د پخوانیو مجاهدینو ډلې چې د څه باندې لسو کلو لپاره یې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ایستلو لپاره وسله واله جګړه وکړه، هر کال دا ورځ د غونډو په ترڅ کې غندي.

نن هم په کابل کې د دې ورځې د غندلو لپاره دوه جلا غونډې جوړې شوی وې.

د افغانستان د ازاده ګانو په نوم یوه بنسټ په یوه غونډه کې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو یرغل وغنده او د جدي شپږمه یې د افغانستان په تاریخ کې د یوې تورې ورځې په توګه یاده کړه.

پدې غونډه کې ویناء والو وویل چې د پخواني شوروي اتحاد یرغل په افغانستان کې د روانې غمیزي پیل او په دغه هیواد کې هر هغه څه چې پيښ شوي، لامل یې د پخواني شوروي اتحاد یرغل وو.

په یوه بله غونډ کې چې د کابل تبیان په نوم یوه کلتوري او ټولنیز مرکز جوړه کړې وه، د جدي د شپږمې په عواقبو او دا چې له دې ورځې وروسته څه پيښ شول د کارپوهانو په وینا عامل یې په افغانستان د روسانو یرغل وو.

طالبانو هم په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ورځ د جدي شپږمه د یوې اعلامیې په ترڅ کې غندلې ده. طالبانو ویلي دې یرغل افغانان له ازمون سره مخ کړي وو.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا پدې باوري دي، چې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل افغانستان له داسې بې ثباتۍ سره مخ کړ چې تر ننه بیرته د ثبات حالت ته ندی ستون شوی.

د کابل پوهنتون استاد فاروق بشر امریکا غږ ته وویل "د شوروي اتحاد له یرغل سره سم پنځه ملیونه افغانان اړ شول چې کډه وکړي او د نړۍ مختلفو هیوادونو ته لاړ شي. د سرو لښکرو لومړنی اثر دا وو چې افغانستان یې له بې ثباتۍ سره مخ کړ. له هغه وخت نه تر اوسه افغانستان بیا ارام شوی ندی".

که څه هم له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د عساکرو له وتلو وروسته روسیې د افغانستان په سیاست کې ډیراثر نه درلود خو پدې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ناامنیو په زیاتېدو او د نشه يي توکو د کرکېلې په ډېرېدو چې روسیه وایي په اړه یې اندیښنه لري، یو ځل بیا د افغانستان په سیاست کې د روسیې لیوالتیا زیاته کړې ده.

په کابل کې د روسیې سفیر تېره میاشت خبریالانو سره ومنله چې هیواد یې له طالبانو سره په اړیکه کې دی.

دا ډول روسیه سبا ته په مسکو کې له پاکستان او چین سره د افغانستان په تړاوو د خبرو کوربه هم ده.

د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه پخواني شوروي اتحاد د ځمکې او هواء له لارې په افغانستان برید وکړ.

د څیړنو له مخې د دغه یرغل له امله نه یوازې په میلیونو افغانان له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته کډه کولو ته اړ شول بکې په کور دننه سلګونو زره افغانان مړه او ټبیان هم شول.

XS
SM
MD
LG