د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د ایران د اتومي تړون د ژغورلو خبرې مثبتې دي


د ایران د اتومي تړون په هکله خبرې د ویانا په همدې هوټل کې کیږي.
د ایران د اتومي تړون په هکله خبرې د ویانا په همدې هوټل کې کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی، میخایل اولیانوف وایي چې په ویانا کې د ایران د اتومي تړون د ژغورولو په هکله خبرو اترو "مثبت خوځښت" پیل کړی او دا خبرې به بله اوونۍ هم روانې وي.

د روسیې دې چارواکي ویلي چې دیپلوماتان به بله اوونۍ هم د دې خوځښت د دوام لپاره غونډه وکړي.

ایران او د امریکا متحده ایالاتو هم دا خبرې چې تیره ورځ پیل شوي، "ګټورې" بللې دي.

د ایران، چین، بریتانیې، فرانسې، جرمني او روسیې دیپلوماتان د اتریش په پایتخت ویانا کې په یو عصري هوټل کې پدې غږیږي چې څنګه امریکا بیرته د ایران په اتومي تړون کې ورګډ کاندي او په ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې شي.

د امریکا یو پلاوی هم په ویانا کې دی او پدې خبرو کې غیرې مستقیمه برخه لري.

د امریکا مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه خپل هیواد ددې تړون نه وایسته او په ایران یې ځپونکي اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران د امریکا ددې اقدام په ځواب کې خپل اتومي فعالیتونه ډیر کړل چې د نړیوالې ټولنې د اندیښنې سبب شو.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې د دې تړون سره یو ځای کیدل غواړي خو تهران ویلي چې تر هغه وخته د واشنګټن سره مخامخ خبرې نکوي تر څو چې پرې لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شوي نه وي.

د اروپایي هیوادونو د دیپلوماتانو د غونډې تر څنګ چې د امریکا و ایران تر منځ د منځګړو په توګه کار کوي، د کارپوهانو په کچه دوه نورې ډلې چې د بندیزونو او اتومي موضوعاتو پوهیږي، پدې تیرې یوې اوونۍ کې پدې غږیدلي چې ایران څه باید وکړي چې امریکا بیرته د دې تړون سره یو ځای شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د اتومي ادارې د څار په ادارې کې د ایران استازي ویلي ایران غواړي تائید کړي چې آیا امریکا په ریښتیا پرې اقتصادي بندیزونه لیرې کړي که نه.

دغه استازی وایي د تائیدي معنی دا ده چې ایران به اجازه ولري د تیلو قراردادونه لاسلیک کړي، نورو هیوادونو ته یې صادر کړي او ګټه یې د بانکونو د لارې ایران ته راشي.

ایران وایي یوازې د همدې لارې تائید کیدی شي چې آیا په ریښتیا په ایران لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې شوي که نه.

XS
SM
MD
LG