د امریکا پوځ د هغې روسۍ الوتکې انځورونه خپاره کړي دي چې د بالتیک په سمندر کې یې امریکايۍ جنګي الوتکې تعقیب کړې وې.
پدغو انځورونو کې لیدل کیږي چې د روسيې سو-۲۷ جټ الوتکې د امریکا بي-۵۲ او بي-۱ بي الوتکې د "بالتیک عملیاتو" تر عنوان لاندې د پوځي تمریناتو پر مهال څاري.
د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي دي چې دفاعي قواوو یې هغه مهال امریکايي الوتکې وڅارلې چې الوتکو پر نړیوالو آزادو اوبو ګرځېدلې.
روسیې ویلي چې سو-۲۷ الوتکو یې اروپا ته نږدې په کلیننګراد کې له یوې پوځې اډې څخه امریکايي الوتکو پسې پورته شوې.
د امریکا پوځ وایې چې الوتکو یې پر نړیوالو اوبو ګرځېدلې. د امریکا دفاعي مقاماتو د روسي الوتکو د پروازونو په اړه له څه ویلو نه ډډه کړې ده.
د امریکا پوځ په بالتیک سمندر کې د روانو پوځي تمریناتو هدف له خپلو متحدینو سره د همکاریو تقویه بللې ده او وایې کې اړتیا وي له بالتیک سمندر نه هم دفاع کوي.