د لاس رسي وړ اتصالات

په کیف او د اوکراین نورو ښارونو باندې د روسیې تازه بریدونو تلفات اړولي


په کیف کې د دوشنبې په ورځ د روسیې د یوه توغندي له لګېدو وروسته موټر اور اخیستی.
په کیف کې د دوشنبې په ورځ د روسیې د یوه توغندي له لګېدو وروسته موټر اور اخیستی.

د اوکراین په پایتخت کیف کې امنیتي چارواکي وايي، نن دوشنبې اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) روسیې پر دغه ښار باندې راکټي بریدونه کړي، لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۴ نور زخمیان دي.

د کیف ښار امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي اعلامیه کې لیکلي چې، دا راکټونه د ښار په مرکزي ساحو کې د ګڼې ګوڼې پرمهال لګېدلي، ملکي خلکو ته تلفات اوښتي او عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

د کیف برسېره، د اوکراین په نورو ښارونو، لکه لفیف، ترناپیل، او دیپرو کې هم نن د توغندیو لګېدلو له امله لویې چاودنې وشوې. د اوکراین د دفاع وزارت ویلي، روسیې د کروز ۷۵ توغندي ویشتلي چې ۴۱ يي ورته په هدف تر لګېدلو مخکې له منځه وړي.

د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو هم مهاله، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي نن ولس ته په خپله وینا کې وویل چې ددې بریدونو اصلي مقصد د اوکراین د برېښنا تاسیسات او عام خلک دي.

زیلنسکي وویل: "مونږ د ترهګرو سره مخامخ یو. د لسګونو توغنديو او ایراني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو دوه هدفونه وو: په ټول هیواد کې د بریښنا تاسیسات. او دویم عام خلک."

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ وویل، امریکا به د اوکراین سره د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د اریزونا په ایالت کې یوې غونډې ته وویل چې نړۍ د درېيمې نړیوالې جګړې لور ته روانه ده او ملامتي يي د ولسمشر بايډن پر حکومت واچوله.

ښاغلي ټرمپ وویل: "مونږ د روسیې او اوکراین ترمنځ د یوې سختې جګړې شاهدان یو او ممکن په سلګونو زره خلک پکې ووژل شي. مونږ باید هرڅه ژر د سولې مذاکرات پیل کړو چې د اوکراین جګړه بنده شي. که نه دا به د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي."

بل خوا د ملګروملتونو عمومي مجلس په پام کې لري چې د اکتوبر په ۱۱ یا ۱۲ په یوې پریکړې رای ګیري وکړي چې د روسیې لخوا د اوکراین د سیمو جلا کول وغندي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ د اوکراین هغه څلور سیمې چې د روسیې پوځ نیولي، د روسیې د خاورې برخه اعلان کړه. په دې کې د لوهانسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې شاملې دي.

د پوتین دا اعلان په لویدیځ کې له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG