د لاس رسي وړ اتصالات

اته کلن ماشوم سږکال په یوټوب کې ۲۶ میلیونه ډالر عاید درلود


د فوربز مجلې د راپور له مخې اته کلن ماشوم " کاجي" په یوټیوب کې د نړۍ تر ټولو ډیر عاید لرونکو کسانو د لست په سر کې راغلی دی.

اته کلن کاجي چې اصلي نوم یې راین ګیان دی، تیر کال هم په یوټیوب کې ۲۲ میلیونه ډالر عاید درلود.

دا دوم ځل دی چې د فوربز په مجلې کې د هغه نوم راځي او هغه په یوټیوب کې تر ټولو ډیر عاید لرونکی کس اعلانیږي.

د راین مور او پلار په کال ۲۰۱۵ کې پر یوټیوب باندې د راین نړۍ تر نوم لاندې یو چینل خلاص کړ چې په درې کلونو کې ۲۲.۹ میلیونه مینوال (سبسکرایبرز) ځان ته جلب کړل.

د راین ګنې ویډیوګانې له یو میلیارد ځلو څخه ډیرې لیدل شوي دي او چینل یې په تیرو درې کلونو کې نږدې ۳۵ میلیارد ځلې لیدل شوی دی.

راین په یوټیوب باندې نانځکې او د لوبې نوي سامانونه خلکو ته ورپيژني چې ډیری وخت یې کتونکي کمکي ماشومان وي.

په لومړیو ورځو کې به د راین مور او پلار هغه ته د لوبو سامانونه اخیستل او د هغه دخوشحالۍ او دغو سامانونو کارولو ویډیوګانې به یې په یوټیوب چینل باندې ښودلې.

دا چې اوس د راین عمر هم په زیاتیدو دی، هغه په خپل چینل کې د زده کړې ځینې ویډیوګانې هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG