د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي افریقا لوبډله د نړیوال جام څخه ووته ؛ هند نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه


په اسټرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د هالنډ لوبډلې جنوبي افریقا ته د ۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پدې سره د جنوبي افریقا لوبډله د روانو سیالیو څخه ووته.

هالنډ چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نلري، په روانو سیالیو کې یې دا دویمه لوبه وه چې د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد څخه وګټله.

د جنوبي افریقا ماته خوړل پدې معنی چې د هند لوبډلې د ۶ نمرو په لرلو سره پخپل ګروپ کې لومړی مقام تر لاسه کړ او پدې سره یې په اتوماتیکه توګه نیمه پای لوبې ته لار پید کړله.

د همدې ګروپ دویمه او مهمه لوبه د پاکستان او بنګله دیش د لوبډلو تر منځ ده چې دواړه یې څلور څلور نمرې لري.

که هرې لوبډلې دا لوبه وګټله د هند سره به یو ځای نیمه پای لوبې ته ووځي.

د لومړي ګروپ څخه نیوزلینډ او انګلینډ سیمې فاینل ته وتلي دي.

که څه هم چې اټکل دا و جنوبي افریقا ښایي په آسانۍ د هالنډ د ۱۵۸ منډو هدف په آسانۍ پوره کاندي، خو لوبغاړي یې په بل پسې وسوځیدل او په شلو اورونو کې یې د ۱۴۵ منډو په کولو سره ۸ لوبغاړي وسوځیدل.

XS
SM
MD
LG