د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام سوپر -۸ مرحلې کې جنوبي افریقا انګلنډ او ویسټ انډیز امریکا ته ماتې ورکړه

د کرکټ ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر –۸ مرحلې کې جنوبي افریقا خپله دویمه لوبه هم وګټله او نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته د تګ لپاره یې خپل مزل لا آسان کړ.

د انګلنډ لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ اچونې پریکړه وکړله.

جنوبي افریقا په شلو اورونو کې ۱۶۳ منډې وکړلې او شپږ لوبغاړي یې وسوځیدل؛ تر ټولو ډیرې منډې د جنوبي افریقا د سر لوبغاړي، کوینټین ډیکاک وکړلې. هغه په ۳۸ توپونو ۶۵ منډې وکړلې او لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د جنوبي افریقا لوبغاړی کوینټین ډیکاک د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د جنوبي افریقا لوبغاړی کوینټین ډیکاک د لوبې غوره لوبغاړی شو.

جنوبي افریقا د سوپر -۸ په مرحلې کې خپله لومړۍ لوبه د متحده ایالاتو څخه ګټلې وه او ددې پړاو وروستۍ لوبه یې یکشنبه، جون ۲۳ مه د ویسټ انډیز سره ده.

د جمعې ورځې په دویمې لوبې کې بیا ویسټ انډیز وکړی شو په خورا آسانۍ، متحده ایالاتو ته ماتې ورکړي.

امریکا پدې لوبې کې په شلو اورونو کې ویسټ انډیز ته د ګټلو لپاره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړی و چې د لوبې په ۱۰.۵ اورونو کې پداسې حال کې پوره شو چې د ویسټ انډیز یوازې یو لوبغاړی سوځیدلی و.

د ویسټ انډیز لوبغاړي شې هوپ په ۳۹ توپونو ۸۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. په توپ اچونې کې بیا د ویسټ انډیز لوبغاړي راسټن چیس د امریکا درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړ شو.

ټاکل شوې چې افغانستان په سوپر-۸ مرحلې کې خپله دویمه لوبه سبا شنبه جون ۲۲ مه د اسټرالیا سره وکړي. د شنبې ورځې دویمه لوبه د هند او بنګله دیش تر منځ ده.

افغانستان او بنګله دیش پدې مرحلې کې خپلې لومړنۍ لوبې بایللي دي. افغانستان په هند او بنګله دیش په اسټرالیا بایللې ده.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG