د لاس رسي وړ اتصالات

"خامنه یي ۲۰۰ میلیارډ ډالر جایداد لري"


په عراق کې د امریکا د سفارت په رسمي فیسبوک پاڼې د ایران "په اسلامي جمهوریت کې د ۴٠ کالو په اوږدو کې د فساد ریښو" ته په اشارې د ایران د اسلامي جمهوريت د روحاني مشر (علي خامنه یي) جایداد ٢٠٠ میلیارد ډالر اعلان کړی دی.

د امریکا سفارت لیکلي دي: "د ۴٠ کالو په اوږدو کې په اسلامي جمهوریت کې فساد د واک د هرم له څوکې نه تر پایه ریښې ځغلولي دي او پداسې حال کې چې د ایران زیات خلک د سخت اقتصادي وضعیت په خاطر له فقر سره لاس او گریوان دي یواځې د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه یي جایداد ٢٠٠ میلیارډ ډالرو ته رسیږي".

دا لومړی ځل ندی چې امریکایي مقامات د ایران د روحاني مشر خامنه یي د جایداد په هکله خبرې کوي.

متحده ایالاتو په وار وار د ایران په حکومت کې د فساد شتون ته اشارې کړې دي چې له هغې جملې نه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو پیغام کې د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران د واکمنانو او حکومتي دستگاه فساد ته اشاره کړې ده.

په ټویټ کې لیکل شوي وو: "د ایران خلکو ته په خواشینۍ سره وایو چې د هغوی حکومت د فاسدو ریاکارو نه ډک دی. یو له هغو څخه ایت الله خامنه یي دی چې د مالیاتو څخه معاف د پانگې یو صندق یې میلیاردونه ډالره سرمایه لري".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداشان لیکلي وو "هغه چې یو روحاني گڼل کیږي د دیني اقلیتونو املاک نیسي او بیا یې نغدې پیسې سپاه پاسداران ته انتقالوي".

همداشان دمخه د "دموکراسیو نه د دفاع په بنسټ " کې د ایران د چارو څیړونکي زیوي کان، په واشنگټن پوست کې په یوه مقاله کې لیکلي وو چې "پخپله خامنه یي د ٢٠٠ میلیارد ډالرو په ارزښت د یوې تجارتي امپراتورۍ په سر کې ناست دی".

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت فارسي ټویټر د "ایران د رژیم د فساد د څیرو" په هکله د خپلو ټویټري پیغامونو په دوام کې د سپاه پاسداران د پخواني مشر او د علي خامنه یي د سلاکار یحیی رحیم صفوي نوم ذکر کړی دی.

XS
SM
MD
LG