د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان سږ کال ۱ ملیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوي


 د سعودي عربستان حکومت ویلي پلان لري د نړۍ ډیرو وګړو ته د حج کولو فرصت پداسې حال کې برابر کاندي چې د حاجیانو خوندیتوب په نظر کې نیول شوی وي.
د سعودي عربستان حکومت ویلي پلان لري د نړۍ ډیرو وګړو ته د حج کولو فرصت پداسې حال کې برابر کاندي چې د حاجیانو خوندیتوب په نظر کې نیول شوی وي.

د سعودي عربستان د حج وزارت شنبه اپریل ۸ (وږي۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې سږ کال ۱ ملیون کسانو ته چې سعودي میشتي او بهر میشتي پکې شامل دي، د حج کولو اجازه ورکوي.

خو په اعلامیې کې د پخوا په پرتله سږ کال د حاجیانو لپاره په ځانګړي توګه هغوي چې د بهرنیو هیوادونو څخه سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره ورځي، یو لړ شرایط ټاکل شویدي.

د دې هیواد د حج وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د حج کولو مراسم به د جولای په میاشت کې پیل کیږي او یوازې هغو کسانو ته به اجازه ورکول کیږي چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي او عمر یې د ۶۵ کالونو څخه کم وي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي هغه کسان چې د بهرنیو هیوادنو څخه سعودي عربستان ته ځي، باید د کرونا د معایناتو منفي نتیجه ولري چې د سفر کولو څخه لږ تر لږه ۷۲ ساعته مخکې یې د (PCR) معاینات کړي وي.

وزارت ویلي چې حکومت غواړي پداسې حال کې د نړۍ ډیرو مسلمانانو ته د حج کولو شرایط برابر کړي چې د حاجیانو خوندیتوب هم په نظر کې نیول شوی وي.

په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا د وبا د خپریدو نه مخکې سعودي عربستان ته ۲.۵ ملیونه کسان د نړۍ د ګوډ ګوډ څخه د حج کولو لپاره ورغلي و خو په ۲۰۲۰ کال کې حکومت یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړله چې ټول یې په سعودي عربستان کې میشت و.

پداسې حال کې چې د نړۍ په نورو سیمو کې د کرونا وبا لا هم په زور کې وه او سلګونه زره کسان یې نیولي او مړه کړي و، خو سعودي عربستان بیا هم په ۲۰۲۰ کال کې ۶۰ زرو کسانو ته چې د کرونا ضد بشپړ واکسین یې کړی و، اجازه ورکړله چې د حج فریضه ادا کړ.

دا ځل هم یوازې د سعودي عربستان اتباعو او هغوي چې پدې هیواد کې اوسیدل، د پچې اچولو له لارې د حج کولو لپآره غوره شول.
د حج مراسم د سعودي عربستان د حکومت لپاره د عاید یوه تر ټولو ستره سرچینه ده. د کرونا وبا د پیل نه مخکې دې هیواد هر کال د حج د مراسمو په دوران کې شاوخوا ۱۲ ملیارده ډالر عاید تر لاسه کاوه.

سعودي عربستان چې ټول وګړي یې تقریباً ۳۴ ملیونه دي، د کرونا وبا پکې ۷۵۱ زره کسان نیولي او ۹۰۵۵ یې مړه کړیدي. دا ارقام د سعودي عربستان د عامې روغتیا وزارت ورکړي.
I

XS
SM
MD
LG