د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې د سلام مخابراتي شرکت دوه انتونونه سوځول شوي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله والو په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولايت کې د سلام مخابراتي شبکې دوه آنتونونه تخريب او سوځولي دي.

د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ رئيس عبدالله طوطاخېل نن سې شنبه اکتوبر ۶ (تلې ۱۵) امريکاغږ ته وويل چې يو آنتن وړمه ورځ په ميرزکه او بل یې پرون په سيد کرم ولسوالۍ کې تخريب شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې د سيدکرم انتن په بشپړه توګه نړيدلی او د ميرزکې آنتن سوځيدلی ولاړ دی.

د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ رئيس عبدالله طوطاخېل دغه راز وويل چې له دواړو آنتونونو څخه سولر او بيټرۍ هم وړل شوي دي.

په پکتيا کې د سلام مخابراتي شبکې مسؤل انجنير رحيم الله عابد امريکاغږ ته وويل چې پر دواړو آنتونونو شاوخوا درې سوه زره ډالر لګښت شوی و.

هغه وويل چې د ميرزکې آنتن د ولسوالۍ له ودانۍ نه شاوخوا درې کيلومتره لېرې کورونو ته نږدې ولاړ دی او د سيدکرم آنتن د دغه ولسوالۍ د چينو په سيمه کې په يوه کور کې فعال شوی و.

هغه ونه ويل چې دا کار چا کړی، خو زياته يې کړه، له دې کبله چې دا يوه عام المنفعه پروژه ده، په کار ده چې نه يواځې تخريب نشي، بلکې ساتنه يې هم وشي.

انجنير رحيم الله عابد زياته کړه: "دا کار له طالبانو پرته بل څوک نشي کولای، ځکه سل دوه سوه وسله وال کور ته اوړي، آنتن سوځوي او چپه کوي او ځينې وسايل يې له ځان سره وړي."

خو تر اوسه د دغو دوو آنتونونو د تخريب او سوځولو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه وسله والو طالبانو هم تازه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مګر تر دې دمخه يې سلام مخابراتي شبکې ته خبرداری ورکړی و چې که د دوی له لوري ورکړل شوي اصول مراعات نه کړي، نظامي هدف به وګرځول شي.

XS
SM
MD
LG