د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنک لویه لار له څلور ورځو وروسته بیرته پرانیستل شوه


د سالنګ لویه لار کابل د افغانستان د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
د سالنګ لویه لار کابل د افغانستان د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې چارواکي وايي، دغه لویه لار، چې څلور ورځې وړاندې د واورو د ښوېیدو او د توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، نن د جمعې په ورځ (سلواغې ۱۹ مه) بیرته د مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې رئیس عبدالصبور حبیبي د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې د دغې لویې لارې د ساتنې د قواو د څلور ورځو هڅو په پایله کې دا لار نن بیرته پرانیستل شوه.

خو هغه وویل، اوس یوازې د مسافرو وړونکي موټرې په دې لار تګ راتګ کولی شي او د باروړونکو لاریو د تګ راتګ لپاره د لارې د چمتو کولو په برخه کې لا هم هڅې روانې دي.

هغه وویل، دا لار به د بار وړونکو لاریو پرمخ سبا او یا د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.

عبداصبور حبیبي وویل، چې په تیرو څلور ورځو کې یې د شمالي او جنوبي سالنګ په اوږدو کې شاوخوا پنځه څلویښت د واورې ښوېیدنې پیښې ثبت کړي دي.

هغه وویل، چې په سالنګونو کې د واورې توپان په تیرو شاوخوا شل کلونو کې بې ساری وو.

ښاغلي حبیبي وویل " لویه لار په بشپړه توګه واورې او یخ پوښلې ده، هغه موټرچلوونکي، چې په دې لار سفر کوي، باید د ژمي ټول وسایل له ځان سره ولري".

د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

همداشان افغانستان د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره د حیرتان، شیرخان او اقنیې بندرونو له لارې د همدې سالنګ پر لاره تګ راتګ کوي.

د دغې لارې د ساتنې چارواکي وايي په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د وریدلې واورې کچه اتیا ساتني مترو ته رسیدلې ده.

د تیرې مرغومې په میاشت او هم د سلواغې په روانه میاشت کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې په زیاته او یا کمه کچه د واورې او بارانونو اورښت شوی، چې په دغه هیواد کې پر خلکو د اوږدې وچکالۍ د اغیزو د کمیدو په اړه یې هیلې زیاتې کړي دي.

د افغانستان د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رسمتي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی تمه لري، چې د واورې او باران دا اورښت او هم د پسرلي په موسم کې اورښت به په راتلوونکي کال کې پر خلکو د وچکالۍ اغیزې کمې کړي.

د ملګروملتونو د راپور له مخې په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې وچکالۍ د خلکو پر ژوند اغیزه کړې وه، چې له امله یې شاوخوا دوه نیم سوه زره خلک له خپلو مینونورو سیمو ته بې ځایه شوي وو.

XS
SM
MD
LG