افغان چارواکي وايي چې د هغې الوتکې ټوټې یې پیدا کړيدی چې کابل ته نږدې، غرونو کې یې لوېدلی وه. په دغه الوتکه کې ۴۳ مسافرا ن سپاره وو.
ناټو په یوه خبرلیک کې ویلي چې د رالویدلي الوتکې ټوټې د کابل د شکر درې ولسواۍ په څلور کیلومیټرۍ کې پیدا شوي دي.
چارواکي وايي چې د ناټو د پلټونکو په مرسته اخیستل شوي عکسونه ښيي چې یاد شهوې الوتکه په څلور برخو ټوټه شوې ده.
په دغې الوتکه کې ٦ بهرنېان سپاره وو. په دغو کسانو کې آمریکايي، بریتانیوي او ترکي اتباوې شاملې وې.
افغان چارواکي وايي چې دوی پلان لري چې د سقوط په سیمه کې د څیړنې عملیات پرانیزي خو خرابې هوا او نامناسبې ځمکې د پلټنې ماموریت لازیات ستونزمن کړی دی.
د الوتکې د سقوط دلیل لا تراوسه پوري نه دی روښانه.
د پامیر شرکت په کال ۱۹۹۵ کې خپل فعالیت پیل کړ. دغه شرکت هره ورځ کورني پروازونه لري او ډوبۍ ته هم پروازونه کوي. د پامیر هوايي شرکت د کابل کندز په مسیر کې د ای ان ۲۴ ډول انتونوف روسۍ الوتکې نه کار اخلي.