د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جګړې بهرنی اړخ تر داخلي اړخ ډېر لوی دی- صالح


نوموړي زیاته کړه چې افغان جګړه نسبت داخلي ته لوی بهرنی اړخ لري چې په وینا یې د سیمې او ګاونډیو هیواونو سره له همږغۍ پرته د امنیت ټینګول ممکن نه دي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان جګړه نسبت داخلي ته لوی بهرنی اړخ لري چې په وینا یې د سیمې او ګاونډیو هیواونو سره له همږغۍ پرته د امنیت ټینګول ممکن نه دي.

د افغانستان جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي هیڅوک په یوازې سره په افغانستان کې چارې مخته نشي وړلای.

نوموړي نن شنبه ډسمبر۲۶(مرغومې۶) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي مصالحې عالي شورا رهبرۍ په دویمه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې مطلق تسلط د بېلوالی او تجرید سبب شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د جګړې بهرنی اړخ تر داخلي اړخ لوی دی او په وینا یې د سیمې او ګاونډیو هیواونو له همږغۍ پرته د امنیت ټینګول ممکن نه دي.

هغه زیاته کړه:"د افغانستان مشران د سولې مسئله کې یو صف دي، ټوله باعزته سوله غواړي، په باعزته سوله کې باید هېڅوک د تحقیر او تجرید احساس ونکړي، دې نقطې ته رسېدل اسان نه دي... په افغانستان کې چې هر چا د مشارکت پر ځای پر تسلط ټينګار کړی دی ناکام و."

د مذاکراتو ځای

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم نننۍ غونډه کې وویل تمه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پر خپل ټاکلي وخت پیل شي.

هغه یو ځل بیا ټیګار وکړ چې د مذاکراتو د ځای ټاکل باید د مذاکراتو د خنډ لامل نشي.

هغه زیاته کړه: "زما او ټولو مشرانو ژمنه ده چې د افغانستان له خلکو هیڅ شی نه پټيږي، ځکه دا د افغانستان د خلکو د برخلیک موضوع ده، سوله تیر ته د تلو په معنی هم نه ده، د یو طرف د تحقیر په معنی هم نه ده، د تسلیمۍ په معنی نه ده، بلکې داسې یوه لار پیدا کول دي چې په یو نظام کې ګډ ژوند ولرو، چې سرچشمه یې اسلام او مبنايي ولسواکي وي."

تر دې مخکې ولسمشر غني ویلي و چې د سولې دویم پړاو مذاکرات دې په افغانستان کې دننه پيل شي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست مذاکراتي ټېم مشر معصوم ستانکزي او پلاوي هم ګډون کړی و.

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا په نننۍ غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، جهادي مشر محمد محقق یونس قانوني او یو شمېر نورو ګډونوالو په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو او سولې ټينګېدو ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه بین الافغاني مذاکرات د تیري سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول.

روانه میاشت د دواړو لورو پر اجنډا او کاري طرزالعمل تر موافقې وروسته بین الافغاني مذاکرات پيل شول چې تر څو ورځو دوام وروسته شل ورځنۍ وقفه پکې رامنځته شوه.

ټاکل شوې یاد مذاکرات د راتلونکي ۲۰۲۱ کال جنورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بیرته پيل شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا دوهمه غونډه پر داسې مهال تر سره کیږي چې په افغانستان کې هدفي بریدونو او جګړو زور اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG