د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د تاوتریخوالي کمول یواځې د طالبانو مسولیت ندی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو د مسولیت بار نشي کیدای چې یواځې د طالبانو پر اوږو واچول شي.

ښاغلي قریشي د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶) د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره له لیدلو وروسته په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د سولې د مذاکراتو له پیل کیدو سره سره هغسې چې تمه وه د تاوتریخوالي کچه نده راټیټه شوی.

شاه محمود قریشي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او یا په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو ته له اشارې پرته وویل: "خو نشو کولای چې دغه مسولیت یواځې د طالبانو پر اوږو واچوو. ټول اړخونه باید پدې اړه رول ولوبوي."

تر اوسه د افغانستان حکومت او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

د قریشي په وینا په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات دلیلونه لري او زیاته یې کړه چې د طالبانو استازي په دې هکله خپل نظر مطرح کړی دی. هغه وویل: "د هغوی [طالبانو] له بحثونو څخه د سولې د لاسته راوړلو په طرف جدیت حس کولای شو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاس لیک او د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو د پلاویو ترمنځ په دوحه کې د مذاکراتو د پیل کیدو سره سره په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې هیڅ ډول کموالی ندی رامنځ ته شوی.

د افغانستان حکومت د تاوتریخوالي مسولیت پر طالبانو اچوي؛ هغه تاوتریخوالی چې هره اونۍ په لسګونو پوځیان او ملکي افغانان په کې وژل کیږي.

ملګرو ملتونو، امریکایي او اروپایي دپلوماتانو تل د تاوتریخوالي په کمیدو ټینګار کړی دی او خبرداری یې ورکړی چې د تاوتریخوالي دوام د افغانستان د سولې بهیر د خطر سره مخامخ کوي.

پاکستان ته د ملا عبدالغني سفر په داسې حال کې کیږي چې په دوحه مذاکره کوونکو پلاویو د جنورۍ تر پنځمې نیټې پورې خبرې درولي دي.

ښاغلي قریشي د افغانستان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت "تاریخي" وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې دغه فرصت باید له لاسه ونه وځي. هغه وویل: "د خبرو له لارې د سیاسي حل لارې رامنځ ته کیدل د یو سوله ییز او باثباته افغانستان په لور د پرمختګ یواځنۍ لار ده."

XS
SM
MD
LG