د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د سلمان رشدي په بریدګر د قتل هڅې کولو تور ولګاوه


د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې محکمې شنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) په برتانوي لیکوال سلمان رشدي برید کوونکی د قتل په هڅې کولو تورن کړ او په ضمانت خوشې کیدو پرته بندي دی.

د متار په نامه ۲۴ کلن برید کوونکی چې اصلاً د نیو جرسي د ایالت اوسیدونکی دی د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شو او د ولسوالۍ څارنوال پرې د دویمې درجې قتل د هڅې کولو او دویمې درجې برید کولو تورونه ولګول.

څارنوال همدرانګه ویلي چې د نیو جرسي ایالت په ګډون فدرالي اوایالتي امنیتي ادارې د برید کولو څخه وړاندې د چمتووالي او پلان جوړوونې په هکله معلومات راټولوي او معلومه به شي چې آیا په برید کوونکي نور تورونه هم ولګول شي که نه.

پولیسو همدارنګه ویلي تر اوسه یې په رشدي د برید کولو انګیزه نده معلومه کړې.

د برید کوونکي د ټولنیزو شبکو د حسابونو څخه په لومړنیو ارزیابیو کې داسې څرګنده شوې چې هغه د شعیه سخت دریځۍ او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره خواخوږي درلوده خو په امریکایي مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه کوم دقیقه اړیکه نده موندل شوې.

متار د امریکا کلیفورنیا په ایالت کې زیږیدلی خو تازه یې د نیوجرسي ایالت ته کډه کړې. په امریکایي مطبوعاتو کې همدرانګه ویل شوي چې برید کوونکي د موټر چلوونې جعلي جواز درلود.

په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د متار د اوسیدو څو ځایونه لټولي خو د نیویارک پولیسو د راپور په هکله د تبصرې کولو څخه ډډه کړې.

که څه هم چې د ایران حکومت تر اوسه د برید په هکله تبصره نده کړې خو د ایران سخت دریځه محافظه کاره ورځپاڼې کیهان د شنبې په ورځ د هغه شخص ستاینه وکړه چې بریتانوی لیکوال سلمان رشدي یې په چړې وهلی.

رشدي له ټپي کیدو وروسته روغتون ته انتقال او اوس مصنوعي ساه ورکول کیږي.

د سلمان رشدي یو اجنټ اندریو په یوې اعلامیه کې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړې ویلي چې ښاغلی رشدي د هوا له لارې د عاجلو جراحي عملیاتو لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

اعلامیه وایي: «کیدای شي چې سلمان په یوه سترګه ړوند شي؛ د هغه د څنګل اعصاب خطرناک دي او ځیګر یې په تیغ لګیدلی او زیانمن شوی

د ایراني ورځپاڼې په مقاله کې لیکل شوي: "آفرین په دې زړور او وظیفه شناس شخص چې په نیویارک کې یې پر مرتد برید وکړ او سلمان رشدي یې تباه کړ". ددې ورځپاڼې مشر د ایران د اوسني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای لخوا ټاکل شوی دی.

رشدي په ۱۹۸۹ کال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني د فتوا وروسته ۳۰ کاله پټ ژوند کاوه. د ایران مړ شوي مذهبي مشر خمیني د سلمان رشدي د وژلو فتوا د هغه د «ایات شیطاني» د جنجالي کتاب له خپرېدو وروسته صادره کړې وه.

په عین حال کې د لبنان په جنوب کې چارواکو ویلي چې برید کوونکی د یارون ښارګوټي د یو اوسیدونکي زوی دی چې مور او پلار یې ډیر پخوا متحده ایالاتو ته کډه شوي او متار هم په امریکا کې زیږدلی او همدلته لوی شوی.

XS
SM
MD
LG