د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران محافظه کارو رسنیو پر سلمان رشدي برید ستایلی 


د ایران سخت دریځه محافظه کاره ورځپاڼې کیهان د شنبې په ورځ د هغه شخص ستاینه وکړه چې بریتانوی لیکوال سلمان رشدي یې د چړې په واسطه څو ځایه ټپي‌کړی.

رشدي د جمعې په ورځ اګسټ ۱۲ (زمري ۲۱) د نیویارک په ایالت کې د یوې ادبي غونډې پر مهال له ټپي کیدو وروسته روغتون ته انتقال او اوس مصنوعي ساه ورکول کیږي.

د سلمان رشدي یو اجنټ اندریو په یوې اعلامیه کې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترلاسه کړې ویلي چې ښاغلی رشدي د هوا له لارې د عاجلو جراحي عملیاتو لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

اعلامیه وایي: «کیدای شي چې سلمان یوه سترګه له لاسه ورکړي؛ د هغه د څنګل اعصاب خطرناک دي او ځیګر یې په تیغ لګیدلی او زیانمن شوی.»

د ایراني ورځپاڼې په مقاله کې لیکل شوي: "آفرین په دې زړور او وظیفه شناس شخص چې په نیویارک کې یې پر مرتد برید وکړ او سلمان رشدي یې تباه کړ". ددې ورځپاڼې مشر د ایران د اوسني مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای لخوا ټاکل شوی دی.

رشدي په ۱۹۸۹ کال کې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني د فتوا وروسته ۳۰ کاله پټ ژوند کاوه. د ایران مړ شوي مذهبي مشر خمیني د سلمان رشدي د وژلو فتوا د هغه د «ایات شیطاني» د جنجالي کتاب له خپرېدو وروسته صادره کړې وه.

اکثرو ایراني رسنیو د رشدي په اړه ورته دریځ خپل کړی او هغه یې مرتد بللی دی. د ایران دولتي رسنۍ ویلي چې د «شیطان غاړه» په «تیغ غوڅه شوه». خو ایراني مقاماتو تر اوسه پر سلمان رشدي د برید په اړه رسمي تبصره نده کړې.

یواځې په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو د پلاوي یو سلاکار محمد مراندي په خپل ټویټر لیکلي چې: «زه به د هغه لیکوال لپاره اوښکې نه تویوم چې د مسلمانانو او اسلام په وړاندې نه ختمیدونکي کرکه او توهین کوي.»

هغه د پوښتنې په توګه ویلي "مګر، ایا دا عجيبه نه ده، څنګه چې موږ احتمالي اټومي تړون ته نږدې یو، متحده ایالات په بولټن باندې د برید ادعا کوي ... او بیا دا پیښیږي؟"

د ایت الله خمیني د فتوا په نتیجه کې د ایران اسلامي جمهوریت هر هغه چا ته چې رشدي ووژني څه دپاسه درې میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

د ۱۳۹۱ کال په وږي میاشت کې د ایران یو نیمه رسمي مذهبي بنسټ «بنیاد ۱۵ خرداد» د رشدي د قتل جایزه ۵۰۰ زره ډالره لوړه کړه. رشدي هغه وخت ددې ګواښ په ردولو سره وویل چې دغې جایزې ته د خلکو د لیوالتیا په اړه «هیڅ مدرک» نشته.

XS
SM
MD
LG