د لاس رسي وړ اتصالات

ایورېسټ ته لومړنی افغان ختونکی وايي غواړي افغانستان کې غرختنه دود کړي


سمیع الدین صدیقي، افغان غرختونکی
سمیع الدین صدیقي، افغان غرختونکی

په نړۍ کې د غره تر ټولو لوړې څوکې د همالیا ایوریسټ ته ختلی لومړنی افغان سمیع الدین صدیقي وايي له دې کار څخه یې یوه موخه په افغانستان کې غرختنې او ګرځندوی ته د ودې ورکولو سره مرسته ده.

صدیقي د ۲۰۲۳ کال د مۍ په ۱۷ د ایورېسټ څوکې ته ورسېد. د همالیا د غرونو د لړۍ دا لوړه څوکه د نیپال او تبت ترمنځ موقعیت لري او د اوبو له سطحې ۸۸۴۹ متره لوړوالی لري.

صدیقي وايي، اوس هڅه کوي چې د افغانانو لپاره په دې برخه کې خدمت وکړي. هغه امریکا غږ ته وویل: "ایوریسټ ته د لومړني افغان غره ختونکي په توګه زه باور لرم چې دا به ما ته ددې زمینه برابره کړي چې د افغان پیکس بنسټ ته وده ورکړم او له دې لارې وکولای شم په افغانستان کې هغه خلک چې په غرنیو سېمو کې ژوند کوي مرسته ورسره وکړم او یوه نوې اقتصادي زمینه رامنځ ته کړو."

صدیقي وايي د ایوریسټ غره ته د ختلو لپاره یې شپږ میاشتې چمتوالی نیولی وو، درې میاشتې یې د غره ختلو تمرینونه کړي او یوه میاشت په نیپال کې وو. وايي، په پنځو ورځو کې یې وکولای شول د ایوریسټ څوکې ته پورته شي.

په دغه هڅه کې د ستونزو په اړه نوموړی وايي چې د اکسېجن کموالی تر ټولو لویه ننګونه ده: "هر څومره چې پورته ځئ په هوا کې د اکسیجن کچه کمیږي، د ایوریسټ په څوکه کې د اکسیجن کچه شپږ فیصده وي. د یویشت سلنه اکسیجن په پرتله چې موږ یې لرو. نو کله چې اکسیجن نه وي پر بدن باندې زیات اغېز لري."

ایورېسټ ته د ختلو دپاره، چې هر کال یې په ترڅ کې په لسګونو غرختونکي مري، صدیقي د خپلو کړاوونو په اړه وايي: "په دویمه ورځ زه ناروغ شوم، په درېیمه ورځ زما لارښود راته وویل چې ناروغ یې، ملګرو راته وویل چې د مړي په شان یې. خو الحمدالله په درېیمه ورځ بیرته روغ شوم."

صدیقي په افغانستان کې زیږیدلی، خو ژوند او زده کړې یې په امریکا کې کړي دي. وايي، د ایوریسټ غره ته له ختلو سره یې وغوښتل افغان, ځوانانو ته ووايي چې دوی هم کولای شي دغه شان لوی کارونه ترسره کړي.

نوموړی زیاتوي: "په افغانستان کې د ګرځندوی له پلوه د غره ختلو په برخه کې د اقتصادي ودې لپاره یو فرصت شته. نو ما ځکه د افغان پیکس بنسټ پیل کړ. افغان پیکس د ورزش، خوندیتوب او د طبیعت د ساتنې له نظره په افغانستان کې د غرونو په برخه کې پر پرمختګ تمرکز کوي."

ایوریسټ څوکې ته لومړنی افغان غرختونکي سمیع الدین صدیقي له تېرو دریو کلنو راهیسې په بامیان ولایت کې د سکي لوبو لپاره کار کوي او تمه لري چې وکولای شي دې ورزش ته په افغانستان کې نوره وده ورکړي.

XS
SM
MD
LG