د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل کې د داعش بریدګرو طالبان وژلي


د برید د څرنګوالي او پکښې د وژل شویو د شمېر او هویت په اړه د سرپل ولایت چارواکي یوه خوله نه دي
د برید د څرنګوالي او پکښې د وژل شویو د شمېر او هویت په اړه د سرپل ولایت چارواکي یوه خوله نه دي

سیمیز امنیتي چارواکي وایي د داعش ډلې د طالبانو پر یوې غونډې ځانمرګی برید کړی دی.

د برید د څرنګوالي او پکښې د وژل شویو د شمېر او هویت په اړه د سرپل ولایت چارواکي یوه خوله نه دي.

د سرپل د امنیې قومندان عبدالقیوم باقیزوی وايي د داعش ځانمرګي د طالبانو او کلیوالو مشرانو پر یوې ګډې غونډې برید وکړ. نوموړي وویل په برید کې ۲۰ تنه وژل شوي چې پنځه یې طالبان او نور یې قومي مشران دي.

ښاغلي باقیزوی اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې یې د طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم و.

خو د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ ته وویل چې دا ځانمرګی برید نه وو بلکې دوو موټر سایکل سپرو د "طالبانو پر یوې غونډې" برید وکړ. ښاغلي اماني وویل چې په برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او پنځه نور یې ژوبل دي. هغه وویل بریدونه دسه شنبې په ورځ (جولاۍ۱۷) د سرپل د صیاد په ولسوالۍ کې شوي دي او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د والي ویاند وايي د طالبانو د یو سیمه ییز قومندان "قاري شیر محمد غضنفر په کور کې ختم روان و" چې بریدونه وشول.

تراوسه طالبانو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي. سرپل هغه ولایت دی چې د طالبانو تر څنګ دداعش جګړه ماران هم په کې فعال بلل کیږي.

څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وویل چې په افغانستان کې د داعش ۱۰۰۰۰ جګړه ماران دي او افغان حکومت باید په شمال کې داعش ختم کړي.

XS
SM
MD
LG