د لاس رسي وړ اتصالات

د عربستان او قطر ترمنځ‌ هوايي او ځمکني‌ سرحدونه بیا پرانیستل کیږي


سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ۲۰۱۷ کال کې قطر له تروریزم څخه په ملاتړ تورن کړی و.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې سعودي عربستان او قطر توافق کړی چې خپلې هوايي، ځمکنۍ او بحري پولې سر له دوشنبې جنورۍ څلورمه (مرغومې۱۴) پرانیزي.

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر په ۲۰۱۷ کال کې قطر له تروریزم څخه په ملاتړ تورن کړی و او خپلې دیپلوماتیکي اړیکې له هغه هیواد سره قطعه کړې او هم یې خپلې پولې ورسره وتړلې. خو قطر دا تورونه تل رد کړي وو.

کویټ او متحده ایالات له هغه وخت څخه راپدېخوا په دې هڅه کې وه د دغه ګاونډیو عرب هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ هوار کړي.

د کویټ د بهرنیو چاو وزیر احمد ناصر الصباح په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي چې دواړو هیوادونو د کویټ د امیر په غوښتنه توافق کړی چې خپلې پولې د یو او بل پر مخ خلاصې کړي.

ټاکل شوې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني نن سه شنبه د خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا په ۴۱مه غونډه کې چې په سعودي عربستان کې جوړیږي ګډون وکړي. قطري سرچینو ویلي په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د قطر امیر ته رسمي بلنه ورکړل شوې ده.

د عربستان دولتي رسنیو د هغه هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی چې د خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا غونډه به په سیمه کې د ستونزو د هواري په اړه پر بحثونو ورټوله وي.

XS
SM
MD
LG