د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال یوازې سعودي میشتي د حج کولو اجازه لري


سعودي عربستان سږ کال پدې هیواد کې میشتو ۶۰ زرو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړې.
سعودي عربستان سږ کال پدې هیواد کې میشتو ۶۰ زرو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړې.

سعودي عربستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر سږ کال یوازې ۶۰ زرو کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوي چې ټول به یې په سعودي عربستان کې میشت کسان وي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د حج او عمرې د وزارت له قوله ویلي چې د سږ کال د حج په مراسمو کې ګډون کوونکي باید د ۱۸ او ۶۵ کالونو تر منځ عمر ولري او باید د کرونا ضد واکسین یې هم کړی وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پریکړه پخپله د حاجیانو د روغتیا او خوندیتوب او د نورو هیوادونو د مصؤنیت په خاطر شویده.

تیر کال یوازې ۱۰زرو کسانو ته په حج کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه او ټول یې په سعودي عربستان کې اوسېدل. د دې کسانو په دریو کې دوه برخې یې د ۱۶۰ هیوادونو اتباع وو چې په سعودي کې میشت و او پاتې یوه برخه یې د سعودي امنیتي او د روغتیایي چارو کار کوونکي وو.

د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو نه هر کال شاوخوا دوه ملیون کسان سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو په خاطر ورځي خو د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د سعودي چارواکي مجبور شول چې دا شمیر محدود کاندي.

دا لومړی ځل ندی چې سعودي عربستان د یوې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره د حاجیانو په ورتګ بندیز لګولي. دې هیواد څو کاله د مخه د هغو هیوادونو په ورتګ بندیز لګولی و چې د ایبولا ویروس پکې خپور شوی و.

سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په لومړي سر کې د څو میاشتو لپاره خپل سرحدونه وتړل. د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د میاشتې راهیسې چې د کرونا ویروس خپور شوی، دې ویروس په سعودي عربستان کې ۴۶۲ زره کسان نیولي او ۷۵۰۰ یې مړه کړیدي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په سعودي کې چې څه باندې ۳۰ میلیونه نفوس لري، شاوخوا ۱۵.۴ میلیون کسانو ته د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG