د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې اصل جنجال په څه دی؟


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د چارو کاپوهان وایي چې سعودي عربستان د بدلون په لور روان دی.

د سعودي عربستان ٣٢ کلن ولیعهد محمد سلمان په تیرو دوو ورځو کې په سعودي عربستان کې ډیر مهم اقدامات کړیدي. په دغو اقداماتو کې په دغه ملک کې دننه د ځینو مهمو کسانو چې پکې اوسني او پخواني حکومتي چارواکي او د پاچا د کورنۍ غړي شامل دي، د اداري فساد په تور نیول شویدي.

د سیمې کارپوهان وایي چې ولیعهد محمد بن سلمان په دغه ملک کې د خپلې کورنۍ د قدرت او واک د زیاتولو په خاطر دغه اقدامات کړیدي.

په واشنگټن کې یو سعودي کارپوه علي احمد چې د خلیجي چارو د مرکز مشر دی، او د سعودي عربستان د پاچاهانو د کورنۍ په تاریخ یې تحقیق کړیدی، امریکا غږ ته وویل چې "د محمد سلمان دغه اقدامات د اداري فساد د ختمولو لپاره نه دي. هغه په سعودي کې ځینې اوسني او پخواني چارواکي په نښه کړیدي. د هغه اراده دا نده چې د اداري فساد سره مبارزه وشي خو غواړي چې هغه نور د قدرت خاوند شي."

خو هغه زیاته کړه چې د سعودي خلک د لسیزو راهیسې د دغو بډایه خلکو د اداري فساد سره مخ دي. هغه وویل "بی شکه محمد سلمان اقدامات څه پټ اهداف لري، خو بیا هم دا ښه اقدامات دي."

په واشنگټن کې د سیمې کارپوه فیصل سعید المتار چې د بشري حقونو فعال هم دی امریکا غږ ته وویل چې سعودي عربستان یو دهغه ملکونو د جملې نه ده چې تراوسه پورې پکې د عرب پاڅون ندی شوی. هغه زیاته کړه

"اصل مسله په کورنۍ کې دننه د قدرت د ترلاسه کولو ده. محمد سلمان په کورنۍ کې د ځینو کسانو نه خوښیږي او حتی دا هم ویلی کیږي چې دې د السعود اصل لمسی ندی."

د سعودي عربستان ولیعهد په وروستیو کې په دغه ملک کې د بدلون راوستلو لپاره خپل لوی پلان اعلان کړیدی. دغه پلان چې د ٢٠٣٠ لرلید بلل کیږي، د ٢٠٣٠ کال پورې د سعودي د اقتصاد او د خلکو د عصري کولو یو پلان دی.

ښاغلی علي احمد وایي چې ولیعهد یو نوی سعودي جوړوي. هغه وایي چې دغه ملک به اوس سعودي عرب نه، بلکه سلمان عرب وي. سلمان غواړي چې د السعود کورنۍ نه قدرت یواځې خپل ځان، خپلو ماشومانو او خپلو وروڼو ته انتقال کړي.

"د السعود کورنۍ یوه ډیره لویه کورنۍ ده. دا ممکنه نه ده چې دغه ټوله کورنۍ دې مطمینه وي، نو ځکه سلمان غواړي چې د دغو ټولو نه د پاچاهت حیثیت بیرته واخلي او هغوي عام ملکیان شي. او دا به د سعودي عربستان په گټه تمامه شي."

د ولیعهد په بهرنۍ پالیسي کې به تغیر راشي؟

سعودي عربستان دا وخت په یمن کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي. سعودي د یمن د پاچا په پلوۍ د حوثي یاغیانو په ضد جنگیږي. په سیمه کې د ایران او د سعودي لانجه د څو لسیزو راهیسې روانه ده. سعودي د عراق، سوریې او داسې د افغانستان او پاکستان په ملکونو هم تر یو حده نفوز لري.

ولیعهد سلمان چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره ښی اړیکي لري، په سیمې کې د نفوز د زیاتولو په هکله د خپلو پخواني مشرانو سره یوشان نظر لري.

علي احمد امریکا غږ ته وویل چې ولیعهد ځکه غواړي چې د سعودي د شتهمنو خلکو نه هغه پیسې بیرته ترلاسه کړي چې هغوي په ټگۍ اخیستي دي، ځکه چې هغه غواړي په سیمې کې نفوذ زیات کړي او په یمن کې د جنگ لپارهم پیسو ته ضرورت لري.

ښاغلی علي احمد وایي چې د ښځو د حقوقو په برخه کې لا هم ډیر څه ته ضرورت دی. هغه زیاتوي چې په عمومي توگه د سعودي عربستان خلک چې مخکې یې ولیعهد سلمان نه و خوښ ، اوس ترینه ډیر خوشحاله دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG