د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي مېشتی افغان: له طالبانو مو د مرستې غوښتنه نده کړې


په ټولنیزو او ځینو وبپاڼو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې، سعودي مېشتو افغانو په دغې برخې کې له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې ده.
په ټولنیزو او ځینو وبپاڼو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې، سعودي مېشتو افغانو په دغې برخې کې له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په سعودي کې ځینې مېشت افغانان او افغان کارګر وايي سره له دې چې د پاسپورټونو او ویزو په برخو کې ډېرې ستونزې لري، خو له طالبانو یې د مرستې غوښتنه نه ده کړې.

په سعودي کې مېشت افغان، مدیرشیرزاد، امریکا غږ اشنا ته وویل یوازې افغان حکومت د ډیپلوماتیکو لارو چارو د دوی ستونزې حل کولی شي او دا کار د طالبانو تر صلاحیت ورپورته خبره ده.

وړاندې په ټولنیزو او ځینو وبپاڼو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې، سعودي مېشتو افغانو په دغې برخې کې له طالبانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دا مهال زرګونه داسې افغانان په سعودي کې مېشت دي او کار کوي چې د پاکستان په جعلي پاسپورټونو او غلطو نومونو تللي دي، خو اوس یې د پاسپورټونو او ویزو مودې ختمې شوې او افغانستان ته تګ راتګ نشي کولی.

هغوی ته، د افغانستان سفارت هم پاسپورټونه نه ورکوي، ځکه چې کوم اسناد نلري چې وښايي د افغانستان په پاسپورټ او له افغانستان څخه سعودي ته راغلي دي.

سره له دې چې د دا ډول خلکو کره شمېره معلومه نه ده، خو ښاغلی شیرزاد وايي چې شاید د ۳۰ او ۴۰ زرو ترمنځ وي.

نوموړي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی په وار وار په ریاض کې له افغان سفارت سره دا ستونزه شريکه کړې ده، خو داسې ښکاري چې دا کار د سفارت له وسې وتلې خبره ده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:36 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG