د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل سره د اړیکو پیلولو لپاره د سعودي عربستان شرط


سعودي عربستان وایي د اسرائیل سره اړیکې یواځې هغه وخت عادي کیدای شي چې دا هیواد د فلسطینیانو سره سوله وکړي.

د سعودي یو دپلومات شهزاده ترکي الفیصل آل سعود وایي عربي هیوادونه باید د اسرائیل سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په مقابل کې لوړې غوښتنې ولري.

هغه اسوشیتډپرس ته وویل: "که د فلسطینیانو په اړه له خلکو څخه د سعودي عربستان د موقف په اړه وپوښتل شي، ۹۰ فیصده خلک به د سعودي عربستان د رسمي موقف ملاتړ وکړي او هغه دا دی چې باید یو فلسطیني هیواد چې پایتخت یې ختیځ بیت المقدس وي، جوړ شي."

دغه سعودي شهزاده هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې ددې موضوع پر سر د عربستان د پاچا او ولیعهد ترمنځ اختلاف شته.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود، د سپتمبر د میاشتې په شپږمه د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره په یوه تیلیفوني مکالمه کې یو ځل بیا د عربي سولې د نوښت په اړه خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

ددغه نوښت په اساس عربي هیوادونه به د اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړي او په مقابل کې به هغه سیمې چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې نیولې په کې فلسطیني دولت جوړ شي. دغه نوښت په څرګنده د جمهور رئیس ټرمپ د منځني ختیځ د سولې له پلان سره تناقض لري.

عربي متحده امارات او بحرین دوه عربي هیوادونه دي چې تازه یې د اسرائیل سره اړیکې عادي کړي. د فلسطینیانو د غوښتنو سره سره سعودي عربستان ددغو دوو هیوادو د پرېکړې د غندلو او پرې له انتقاد کولو ډډه کړې ده.

سعودي عربستان د سنبلې په ۱۰ د لومړي ځل لپاره یوې اسرائیلي الوتکې ته اجازه ورکړه چې ددې هیواد په فضایي حریم کې الوت وکړي.

د مکې د جومات امام شیخ عبدالرحمن السدیس، د روانې میاشتې په پیل کې د جمعې د ورځې د لمانځه په خطبه کې د نړیوالو اړیکو په مذاکراتو، د غیر مسلمانو او په ځانګړې توګه د یهودانو سره د مهربانۍ په اړه خبرې وکړې.

څیړونکي وایي د وروستیو پیښو څخه داسې بریښي چې سعودي عربستان تیار دی چې د اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړي.

XS
SM
MD
LG