د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان کابل کې د خپلو قونسلي چارو د بیرته فعالولو خبر ورکړ


د سعودي عربستان بیرغ
د سعودي عربستان بیرغ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو قونسلي چارو د بیرته فعالولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت تیره شپه ناوخته نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغه هیواد د قونسلۍ چارې به په کابل کې د سعودي عربستان په سفارت کې د نومبر میاشتې له ۳۰ وروسته بیرته پرانیستلي وي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:"د سعودي عربستان حکومت د خپلو هڅو په لړ کې د افغانستان وروڼو ولس ته په کابل کې د سعودي عربستان په لوی سفارت کې د ټولو قونسلګریو فعالیتونه ۲۰۲۱/۱۱/۳۰ نېټې پیلوي."

پر همدې مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم ویلي چې تیره ورځ د سعودي عربستان یو ۱۴ کسیز دپلوماتیک ټېم د خپلو قونسلي چارو بیرته فعالولو لپاره کابل ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې: "مونږ دوی ته ښه راغلاست وايو، د سعودي حکومت دغه نيک اقدام ستايو او د ښو اړيکو پيلامه يې بولو."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند او یا یې هم قطر ته انتقال کړل.

خو طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ټولو هیوادونو ته د امنیت ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې بیرته کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د سعودي عربستان پاچا له دې سره هم مهاله د افغانستان د بشري وضعیت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډ هم رابللې ده.

افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو بیرته پرانیستل

چین، پاکستان، ایران، ترکیه، قطر او روسیه له هغو هیوادونو څخه وو چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته په کابل کې خپل سفارتونه نه و بند کړي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه خبر ورکړی و چې متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیستلی دی.

بلخوا ویل کیږي چې هند هم په افغانستان کې د خپل سفارت پر بیرته پرانیستلو باندې غور پيل کړی دی.

XS
SM
MD
LG