سعودي عربستان ویلي چې د هوايي دفاع ځواکونو یې دوه بالستیک توغندي شنډ کړي او ټوټې یې د مکې په سیمه کې لوېدلي دي.
د سعودي د ملکي دفاع ادارې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) په یو بیان کې وویل چې دا توغندي د مکې پر لور توغول شوي وو، خو هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شول.
دا پېښه داسې مهال کیږي چې پدې تیرو څو میاشتو کې د سعودي عربستان او په یمن کې د ایران پلوه حوثیانو ترمنځ متقابل بریدونه زیات شوي دي.
د سعودي د ملکي دفاع ادارې په بیان کې راغلي، "پر ملکي تاسیساتو دا ډول دښمنانه برید له نړیوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او داسې خطرناک دښمنانه چلند څرګندوي چې حوثي وسله واله ډله یې تعقیبوي."
د سعودي دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې د توغندیو پاتې شونې د مسجد الحرام په ۳۵ کیلومترۍ او ۲۱ کیلومترۍ کې په دوو جلا سیمو کې لوېدلي دي. د مرګ ژوبلې او اوښتو مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو حوثیانو پر مکې او مدینې په نښه کولو تورونه ردوي او وايي بریدونه یې یوازې پر پوځي او ستراتیژیکو اهدافو متمرکز دي.
تازه بریدونه داسې مهال کیږي چې د ریاض او حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی او د باب المندب مهمه سمندري لاره یې هم له ګواښ سره مخ کړې ده.
فورم \ دبحث خونه