د لاس رسي وړ اتصالات

د حج مراسم د کرونا وبا تر سیوري لاندې پیل شول


د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې نن د یکشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸) د کروناویروس محدودیتونو ته په کتو محدود شمیر حاجیانو د حج مراسم پیل کړل.

په سعودي عربستان کې د کروناویروس د وبا د خپریدو له کبله دا دوهم پرله پسې کال دی چې د حج په مراسمو او مناسکو کې کم شمیر خلکو ته د ګډون اجازه ورکړل شوې ده.

سعودي عربستان سږکال یوازې ۶۰زره کسانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړی؛ پداسې حال کې چې په نورمال حالت کې هر کال شاوخوا ۲.۵ میلیون کسان د حج مراسم تر سره کوي.

حکومتي چارواکي وايي دا ۶۰زره کسان د سعودي عربستان اوسیدونکي دي او د نورو هېوادونو څخه خلکو ته د حج د ادا کولو اجازه نده ورکړل شوی. د حج د مراسمو ګډونوال باید د کروناویروس ضد واکسین شوي وي، خطرناکې او مزمنې ناروغۍ ونلري او عمرونه یې هم باید د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي.

د شنبې د ورځې راهیسې ډله ډله حاجیانو د کعبې طوافونه پیل کړی دی.

‌ تېرکال یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته چې په سعودي کې اوسېدل د حج اجازه ورکړل شوې وه، په دوی کې یې ځینې بهرنیان هم وو چې د ۱۶۰ هېوادونو له ډلې څخه غوره شوي وو او یو شمېر نور یې بیا پوځي پرسونل وو.

د حج په سږني مراسمو کې حاجیانو ته یو ډول «زیرک (سمارټ)» کارتونه ورکول کیږي چې خدمتونوته لاسرسی ولري.

XS
SM
MD
LG