د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په پاکستان کې د نفتو په برخه کې ستره پانګونه کوي


د ګوادر بندر د چین په مرسته رغول شوی دی
د ګوادر بندر د چین په مرسته رغول شوی دی

سعودي عربستان پلان لري چې د ۱۰ میلیارد ډالرو په لګښت د پاکستان د ګوادر په ړورو ساحلي اوبو کې د تیلو چانځای جوړ کړي.

دا خبرې سعودي عربستان د انرژۍ چارو وزیر خالد الفالح د شنبې په ورځ د پاکستان د ګوادر په بندر کې وکړې چې د چین په مرسته جوړ شوی دی.

پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او ددې هیواد صدراعظم عمران خان غواړي هیواد ته بهرنۍ مرستې او پانګې راجلب کړي.

تیر کال سعودي عربستان پاکستان ته ۶ ملیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه چې د خامو تیلو د وارداتو لګښت په کې شامل دی.

د سعودي د انرژۍ وزیر وویل "سعودي عربستان غواړي د تیلو د چانځای په جوړولو او د پاکستان او چین په اقتصادي دهلیز کې په شراکت سره د پاکستان اقتصادي وده با ثباته کړۍ".

ښاغلي الفالح وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به د فبرورۍ په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي چې دغه هوکړه لیک لاس لیک کړي. هغه زیاته کړه چې سعودي به د پاکستان په نورو سکتورونو کې هم پانګونې وکړي.

د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژۍ لپاره بیجینګ د ۶۰ میلیارد ډالرو د لګښت ژمنه کړې ده چې په کې د بریښنا د تولید د مرکزونو، عمده لویو لارو، د نویو او موجودو ریل ګاډو پټلیو جوړول او رغول او همداشان د پراخو بندرونو جوړول شامل دي.

له بلې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې پروژو کې د پښتنو خاوره او وسایل کارېږي، خو د هغه په وینا ددې پروژو زیاته ګټه پنجاب ته رسېږي.

د رویترز اژانس د پاکستان تیلو د وزیر غلام سرور خان له خولې لیکلي چې "په ګوادر کې د تیلو د چاڼځای په جوړولو سره به سعودي عربستان د سيپېک په نامه د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې مهم شریک شي.

XS
SM
MD
LG