د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي او اماراتو د کرونا ضد واکسین کول زیات کړل


سعودي عربستان او ګاونډي هیواد یې عربي متحده اماراتو د یکشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري ۱) وویل چې روغتیایي مقاماتو ددغو هیوادونو ټولو اوسیدونکو ته د کروناویروس ضد واکسین چارې ګړندۍ کړي دي.

د رویترز اژانس د ریاض د مقاماتو له قوله ویلي چې د روغتیا وزارت به ددې هیواد د ۱۶ کلن او له هغه څخه پورته عمر لرونکي وګړو ته د فایزر شرکت او د ۱۸ کالو پورته وګړو ته به د استرا زینکا د شرکت د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق کړي.

د سعودي عربستان حکومت د شنبې په ورځ وویل چې شاوخوا درې میلیون ډوزه واکسین د هیواد ۵۰۰ روغتیایي مرکزونو ته ویشل شوی دی.

بلخوا عربي متحده اماراتو د خپل اقتصاد او تجارت د روان ساتلو په مقصد د کروناویروس ضد واکسین چارې ګړندۍ کړي دي. امارات له اسرائیل وروسته په نړیواله کچه دوهم هیواد دی چې د وګړو زیاتې فیصدۍ ته یې واکسین برابر کړی دی.

د اماراتو د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د ۱۶ کلنو او له هغه څخه پورته خپلو اتباعو او اوسیدونکو څخه غوښتي چې ځانونه د کروناویروس ضد واکسین ته راجستر کړي.

دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د اماراتو ۷۳ فیصده زاړه او هغه وګړي چې روغتیایي ستونزې لري واکسین شوي دي. دغه هیواد څلور ډوله واکسین وړیا خپلو هیوادولو ته وړاندې کړی دی.

کله چې اماراتو په ژمنیو رخصتیو کې سیلانیانو ته خپلې دروازې پرانستلې د روان کال د جنورۍ په وروستیو کې پدې هیواد کې د کروناویروس د پیښو ورځنی شمیر نژدې ۴۰۰۰ ته ورسید، پداسې حال کې چې د تیر کال په سپتمبر کې ددې هیواد د ورځنیو پیښو کچه ۶۰۰ وه.

د کروناویروس د محدودیتونو د لرې کولو سره سره د ماسک تړل او ټولنیز واټن ساتل بیا هم پدې هیواد کې حتمي ګڼل کیږي.

په عربي متحده اماراتو (اوه اماراتونه) کې تر اوسه ۴۳۸۶۳۸ کسان په کروناویروس اخته شوي او له دې وجې ار اوسه ۱۴۳۳ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG