د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي یوه جینۍ د لنډ کمیس په اغوستلو بندې کړې


د سعودي عربستان دولتې ټیلویژن وایي چې یوه جینۍ یې په یوه ویډیو کې د ( مني سکرټ) لنډ کمیس د اخیتسلو په تور بندې کړیده. د سعودي حکومت وایي چې دغه یې د ملک د جامو د قوانینو نه سرغړونه ده.

الاخباریه ټلویژن وویل چې د سعودي حکومت د سه شنبې په ورځ دغه ښځه د " پارونکو" بربنډو جامو اخیستلو په تور ونیوله.

دغه جینۍ چې خلدون نومیږې او ځان ته ماډله وایي ، په سناپ چیټ خپلې ویډیوگانې اچولې وې چې یې پکې مني سکرټ ( لنډ کالي چې پکې پنډۍ ښکاریږي) اغوستې و.

د دغې جینۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو ( په ټویټر او یوټیوب) په زرگونو کسانو شریکه کړې وه.

په ټولنیزو رسنیو ځینې کسانو د هغې جرات وستایو او ځینو هغه د قانون په بی احترامۍ او سپکاوي تورنه کړه.

د سعودي عربستان د حکومت د دغې جینۍ د بندي کیدو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه پیل شول چې پکې اکثره د بشري حقوقو فعالینو په حکومت سختې نیوکې کړیدي.

د سعودي اخلاقي پولیسو په دی هکله په خپل ټویټر لیکلې دي چې هغوي د جینۍ ویډیوگانې ترلاسه کړیدي چې یې پکې ناسم کالې اغوستې دي او په دی هکله یې تحققیات شروع کړیدي.

د سعودي حکومت وایي چې دغه جینۍ یې نن یعنې د چارشنبې په ورځ پریښودې ده.

XS
SM
MD
LG